لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر دپېښور مرکزي زندان ته واچول شو


په بنو کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې دپښتون ژغورنې غورځنګ د وتلي مشر اؤ دقامي اسمبلۍ دغړي علي وزیر دپولیسو لخوا دهغه د نور جسماني ریمانډ غوښتنه رد کړې اؤ علي وزیر یې په جوډیشل ریمانډ دپېښور مرکزي زندان ته لیږلی دی.

علي وزیر نن د وړوکي اختر په لمړۍ ورځ په سختو امنیتي تدابیرو کې په بنو کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې ته وړاندې کړل شوی ؤ چې دغلته داختر د رخصتیو له امله قاضي په محکمه کې نه ؤ خو په ډيوټۍ ځانګړي مجسټریټ ته نوموړی وړاندې کړل شوی اؤ هغه یې زندان ته دلیږلو امر کړی.

تر دې وړاندې د سي ټي ډي پولیسو د محکمې څخه په هغه د ۱۰ ورځو جسماني ریمانډ راخستی ؤ.

علي وزیر دتیرې میاشتې په ۲۸مه نېټه وروسته له هغې پوځ نیولی اؤ بیا یې دترهګرۍ دمخنیوي پولیسو ته سپارلی ؤ چې په شمالي وزیرستان کې دخړ کمر په امنیتي پوسته د پوځ اؤ پښتون ژغورنې غورځنګ دفعالینو ترمینځ د اخ و ډب راپورونه مخې ته راغلل.

دپاکستان پوځ تور لګولی چې دعلي وزیر اؤ محسن داوړ په مشرۍ کې په لسګونو کسانو دخړ کمر په امنیتي پوسته ډزې کړي چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي.

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران دا دعوه ردوي اؤ دهغوئ بې وسلې فعالینو باندې پوځيانو نیغ په نېغه ډزې کړي چې ۱۳ کسان پکې وژل شوي اؤ ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

ددغه پېښې نه وروسته د پي ټي ایم اؤ پښتنو ملت پاله ګوندونو فعالینو په ګرد هیواد کې احتجاجونه کړي وؤ خو درې څلور ورځې وړاندې دخیبر پښتونخوا حکومت ددې جنجال د هواري په موخه د قبائیلي مشرانو یوه نهه کسیزه جرګه ټاکلې اؤ پرون دوشنبه ددغه جرګې یو غړي ملک خان مرجان وائس اف امریکه ته ویلي چې جرګې د حکومت اؤ پوځ سره بریالۍ خبرې کړي اؤ زر به د پي ټي ایم مشرانو سره هم مزاکرات وکړي.

ملک خان مرجان ویلي وؤ چې دجرګې په هڅو د پي ټي ایم نیول شوي۱۹ فعالین له بنده خوشې کړل شوي اؤ نور به ډیر زر خلاص کړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG