لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال کپ:دافغانستان لوبډله خپله دوهمه سیالي دسریلنکا په ضد کوي


د کرکټ دنړیوال کپ پخپله دوهمه سیالۍ کې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله دسریلنکا په ضد بیټنګ کوي اؤ دواړه لوبدلې د یو بل نه ددې سیالۍ دګټلو دپاره هیله مندې دي.

دکارډف په صوفیه ګارډن کې کیدونکې دې سیالۍ دافغانستان کپتان ګلبدین نائب پچه وګټله خو لمړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دسریلنکا لوبډلې افغانستان سره په روانه سیالۍ کې په ۱۱ؤ اوورنو کې ۸۳ منډې جوړې کړي دي اؤ یو لوبغاړی یې هم نه دی سوځيدلی

دافغانستان دکرکټ لوبډله کې دې سیالۍ دپاره هیڅ بدلون نه دی شوی خو سریلنکا پخپله لوبډله کې دا ځل د جیون مینډس پځائ نوان پریدپ ته د لوبیدلو موقعه ورکړې ده.

دافغانستان لوبډله کې ګلبدین نائب، حضرت الله ځاځی،محمد شهزاد،رحمت شاه،حشمت الله شهیدي،محمدنبي،نجیب ځدران، دولت ځدران ،راشد خان،مجیب الرحمان اؤ حمید حسن لوبیږي.

د کرکټ دنړیوال کپ په سیالیو کې دسریلنکا د لوبډلې هم دا دوهمه سیالي ده ،پخپله لمړۍ سیالۍ کې سریلنګا د نیوزي لینډ دلوبډلې څخه په ۱۰ؤ وکټونو سخته ماتې خوړلې وه اؤ دا مهال دغه لوبډله دپوائنټونو له لحاظه په وروستي پوزیشن ولاړه ده.

همدا راز افغانستان هم د ورلډ کپ په سیالیو کې خپله لمړۍ سیالي په اسټریلیا بائللې وه .

تیرکال په متحده عرب اماراتو کې دایشیاء جام په ترسره شوؤ سیالیو کې افغانستان سریلنکا ته ماتې ورکړې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG