لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا له نوې ستراټېژۍ څخه پاکستان وېستل شوی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

واشنګټن: امریکا له بېلابېلو هېوادونو سره د اقتصاي او پوځي اړیکو د ځواکمنتیا په برخه کې یوه نوې تګلاره (ستراتیژي) اعلان کړې خو د پاکستان نوم پکې نه دی یاد شوی.

دغه ستراټېژي په جنوبي اسیا کې د چین او روسیې د پراخېدونکي اغیز د مهار کولو لپاره جوړه شوې ده، چې د یو اوږده راپور په بڼه راغلې، چې پکې د جنوبي اسیا پنځه هېوادونه د نویو متحدینو او شریکانو په توګه یاد شوي چې د ګډو ستراټېژیکو موخو لپاره کار کوي.

په دغې ستراتېژۍ کې ویل شوي، چې امریکا غواړي په جنوبي او جنوب ختیځې اسیا کې خپل حالت کې بدلون راولي.

د امریکا ددفاع وزارت لخوا په دغه خپور شوي راپور کې راغلي دي:

"په جنوبي اسیا کې مونږ په دې کار کوو چې له هند سره مو خپل ستر دفاعي شراکت عملیاتي کړو، په داسې حال کې چې له سریلانکا، مالډیف، بنګلدیش او نیپال سره هم خپل پراخېدونکی شراکت پالو."

په راپور کې د اندو پاسفیک په برخه کې راغلي دي چې، امریکا به د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو له ویتنام، اندونیزیا او مالیزیا سره د خپلو امنیتي اړیکو ځواکمنېدو ته دوام ورکړي او له برونایې، لاوس او کمبوډیا سره به هم په دوامداره توګه ښکېل پاتې شي.

په راپور کې وړاندې راغلي دي، چې اندوپاسفیک د نړۍ له دریو څخه د دوه برخو ودې سره مرسته کوي او د کورنیو تولیداتو په برخه کې د نړۍ د جي ډي پي ۶۰ سلنه جوړوي.

راپور زیاتوي، د نړۍ تر ټولو ستره اقتصادي وده په امریکا، چین او جاپان کې ده او بیا په نړۍ کې په چټکۍ سره اقتصادي وده په هندوستان، کمبوډیا، لاوس، برما، نیپال او فلپین کې ده.

په راپور کې دا هم راغلي دي، چې د امریکا د صادراتو له څلورو څخه یوه برخه اندوپاسفیک هېوادونو ته ځي او چین او هندوستان ته د امریکا صادرات د تېرې لسیزې په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG