لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوډان:دپوځ اؤ مظاهره چیانو نښتو کې تر۱۰۰ؤ زیات کسان وژل شوي


په سوډان کې د مخالفو ګوندونو داحتجاجي مظاهرو په مهال دپوځ اؤ مظاهره چیانو په نښتو کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي اؤ راپورونه وایي چې اوس هم حالات تاؤژن دي

تر دې وړاندې دسوډان دنیل د دریاب څخه هم د۴۰ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي وؤ اؤ مظاهره چیانو د پوځ لخوا دمزاکراتو وړاندیز هم رد کړی دی.

داپریل په میاشت کې د دسوډان دصدر عمرالبشیر د واک نه دلرې کولو وروسته د طاقتورې عسکري شورا اؤ دمخالفو سیاسي ګوندونو ترمینځ داقتدار د منتقلۍ په سر جنجال پیدا شوی ؤ.

دپوځ لخوا سیاسي ګوندونو سره د شوؤ ټولو تړونونو په ختمولو مخالفو ګوندونو په مظاهرو لاس پورې کړی اؤ ددغو مظاهرو په مهال دپوځ اؤ مظاهره چیانو ترمینځ سختې نښتې شوي دي.

داپوزیشن د خواخوږو ډاکټرانو په نوم یو ګوند دعوه کړې چې د نیل د دریاب نه دمظاهره چیانو کوم ۴۰ مړي ترلاسه شوی هغه پوځ پخپله ولکه کې اخستي اؤ نامعلوم مقام ته یې وړي دي.

د ډاکټرانو دهغه تنظیم وایي تر اوسه پوځ سره نښتو کې ۱۰۱ کسان وژل شوي دي.

په تیرو ورځو کې د سوډان د عسکري شورا مشر جنرال عبدالفتح البرهان اعلان کړی ؤ چې هغه د ټولو سیاسي ګوندونو سره پرته له کومو شرطونو خبرو اترو ته تیار دی خو دتیرې یوې میاشتې نه د زیاتې مودې راهسې په احتجاج بوختو ډلو دمزاکراتو دا وړاندیز رد کړی دی.

دسوډاني پروفیشنل ایسوسي ایشن په نوم د یو ګوند ویاند محمد یوسف المصطفی ویلي دي چې جنرل برهان د خلکو په وژنه کې ککړ دی اؤ‌ پوځ‌ هیڅکله دخبرو اترو پخپل وړاندیز کې سنجیده نه دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG