لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دامنیتي ځواکونو په ګاډي چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي


دبلوچستان ایالت په په هرنائي ضلعه کې دایف سي ځواکونو یو ګاډی په مائن الوځول شوی چې پکې دوه عسکر وژل شوي دي.

د زیارت په ورځ د سیمې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دغه پېښه دهرنايي ضلعې په خوست سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې دایف سي خواکونو په یو ګاډي کې د نزدې خوړ نه اوبه وړلې.

دسرچینو په وینا دایف سي دغه ګاډي د وړاندې نه په زمکه کې په ښخ کړل شوي ماين ورختلی چې امله یې چاودنه شوې اؤ دوه عسکر پکې وژل شوي دي.

دچاودنې سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ دپېښې ځائ یې پخپله ولکه کې اخستې دی.

تر دې دمه د ایف سي په ګاډي د شوې دې چاودنې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو ترې وړاندې چې بلوچستان ایالت کې په امنیتي ځواکونو څومره چاودنې یا بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه بلوڅ بیلتون خوښو ډلو پغاړه اخستې ده

په دې وروستیو کې په بلوچستان کې یو ځل بیا په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې پکې ګڼ شمیر دایف سي اؤ پولیسو عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې په ۱۳م مئ د کوټې په سیټلائټ ټاوڼ کې د پولیسو په ګاډي بمي برید کې څلور پولیس وژل شوي اؤ د دوؤ پولیسو په ګډون نهه تنه نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه پېښې نه دوه ورځې وړاندې دبلوچستان په ګوادر سیمه کې په یو هوټل د ترهګرو برید کې پینځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وؤ ، نښته کې درې ترهګر هم وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG