لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان هند ته دترهګرۍ اؤ دکشمیر په ستونزه دخبرو وړاندیز کړی


دپاکستان وزیراعظم عمران خان دپاکستان اؤ هند ولسونو ته دپېښو ستونزو دهواري په اؤ سیمه کې دامن دټینګښت په خاطر یو وارې بیا هند ته په ترهګرۍ ،دکشمیر په ستونزو اؤ نورو معاملو دخبرو اترو وړاندیز کړی دی.

دغه وړاندیز دهند په ټولټاکنو کې د بهارتیه جنتا پارټۍ په بریالیتوب ښاغلي عمران خان دهند وزیراعظم نریندر مودي ته دمبارکۍ په یو استول شوي لیک کې کړی دی.

ښاعلي عمران خان دهند وزیراعظم ته دخبرو دا وړاندیز په داسې حال کې کړی چې یوه اوونۍ وروسته په کرغزستان کې د شنګهائي دهمکاریو دسازمان غونډه کېږي خو هند اعلان کړی ددغه غونډې په مهال به وزیراعطم نریندر مودي عمران خان سره لیدنه نه کوي.

دپاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې وزیراعظم پخپل استول شوي لیک کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې دواړو هیوادونو ته خپل اختلافونه ختمول پکار دي ترڅو ولسونو ته د یو ښه ژوند تیرولو موقعه په لاس ورشي.

تر دې وړاندې هم وزیراعظم عمران خان نریندر مودي ته یو لیک استولی ؤ چې پکې یې سردوباره هند سره دخبرو دلړۍ پیل کولو خواهش ښکاره کړی ؤ خو هندي چارواکي وخت په وخت وایي ترڅو چې پاکستان دترهګرو ډلو دملاتړ نه لاس نه وي اخستی،مزاکرات کول ورسره هیڅ معنا نه لري.

سږکال دفرورۍ په میاشت کې دپاکستان اؤ هند اړیکې وروسته له هغې زیاتې تاؤژنې شوې چې دهند پلوامه سیمه کې په هندي سرتیرو دشوي یو ځانمرګي برید پړه پاکستان کې ناچله ګرځول شوې ډلې جیش محمد پرغاړه واخسته.

پخپل تازه لیک کې عمران خان د سیمې دهیوادونو د ولسونو دغریبۍ اؤ بې وزلۍ ختمولو دپاره په ګډه هڅو کولو باندې ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي چې دګډو ګامونو دپاره سیمه کې امن ،سوکالي اؤ خوشحالي راتللی شي.

دپاکستان وزیراعظم دهند د ټولټاکنو نه لږې ورځې وړاندې ویلي وؤ چې که چرې نریندر مودي په ټولټاکنو کې بریالی شي نو دکشمیر‌‌ په شمول ورسره په نورو جنجالونو دخبرو پیل کولو غوره چانس شته چې په دې اپوزیشن ګوندونو په عمران خان سخت ټکونه کړي وؤ اؤ تور یې پرې لګولی ؤ چې هغه دنریندر مودي طرفداري کړې ده.

اخوا دپاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټرمحمد فیصل هم ویلي چې “که چرې هند تیار شي نو مونږ دشنګهائي دهمکاریو دسازمان دغونډې په مهال وزیراعظم مودي سره لیدنې ته اماده یو”

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG