لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو شمالي وزیرستان کې د پوځي افسرانو د وژنې پړه قبوله کړه


پاکستاني طالبانو تیره ورځ شمالي وزیرستان کې په یوه بمي چاودنه کې د وژل شوؤ پاکستاني پوځي افسرانو د وژنې پړه پغاړه اخستې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې دغه پېښې ته د اختر دتحفې نوم ورکړی دی.

دپاکستان پوځ ویلي دشمالي وزیرستان د میرانشاه په ډوګه مچه مداخیل کې تیره ورځ دمائن په یوه چاودنه کې دپوځ درې لوړ رتبه افسران اؤ یو عسکر وژل شوي اؤ درې نور سخت ژوبل دي.

دپاکستان د وزیراعظم داطلاعاتو معاونې فردوس عاشق اعوان ددغې پېښې پړه دجمعې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو علي وزیر اؤ محسن داوړ ور اړولې ده اؤ ویلي یې دي چې که هغوئ دترهګرو په ضد دعملیاتو مخه نه وه نیولې نو دا پېښه به نه رامخې ته کیدله.

خو دخالي په ورځ د پاکستاني طالبانو دتحریک د ویاند محمد خراساني لخوا مطبوعاتو ته په لیږل شوي یو بیان کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي‌ افسرانو په بمی چاودنه کې د وژل کیدو پړه پغاړه اخستل شوې اؤ ویل شوي چې هغوئ به دخپلو وژل شوؤ ملګرو بدله هم دغسې اخلي.

طالبانو پخپل دې بیان کې دعوه کړې ده چې دجنوبي وزیرستان په لدها سیمه کې یې هم دوه پوځیان وژلي خو تر اوسه پوځ ددې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

طالبان وایي په پاکستاني پوځيانو دا بریدونه یې دانتقام د لړۍ یوه کړۍ ده اؤ‌ په راتلونکي کې به هم ورته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ دعوه کوي چې په ضرب عضب عملیاتو کې دترهګرو ملا ماته کړې اؤ هغوئ اوس د منظمې ترهګرۍ توان نه لري.

پوځ دا هم وایي چې پخوانۍ قبائیلي سیمې یې دترهګرو نه پاکې کړي دي اؤ کوم لږ ډير ترهګر یا تندلاري چې پاتې دي دهغوي په ضد اوس د ردالفساد په ضد عملیات په بریالیتوب سره روان دي.

خو دپوځ ددې دعوؤ باوجود وخت په وخت دپاکستان بیلابیلو سیمو نه دپاکستان په امنیتي ځواکونو دترهګریزو بریدونه راپورونه مخې ته راځي .

دجمعې په ورځ دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې منلې چې دتیرې یوې میاشتې په مهال یوازې شمالي وزیرستان کې ۱۰ پوځیان وژل شوي اؤ ۳۵ نور ژوبل شوي دي

XS
SM
MD
LG