لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:پرله پسې په دویمه ورځ هم د پوځ ګاډی الوځول شوی،دوه عسکر مړه درې ژوبل


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه شمالي وزیرستان کې پرله پسې په دوهمه ورځ هم دپوځیانو ګاډي په چاودیدونکو موادو الوځول شوی چې پکې دوه عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي.

دخالي په ورځ دسیمې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي چې دپوځ په ګاډي دا تازه چاودنه د شمالي وزیرستان په بویا دیګان سیمه کې هغه مهال شوې ده چې پوځيان په یو ګاډي کې په سړک تیریدل.

سرچینو پخلی کړی چې پېښه کې دوه پوځيان په ټکي مړه شوي اؤ‌ درې نور په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوي دي.

دپېښې نه سمدستي وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ په سیمه کې یې دلټونې عملیات پیل کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دشمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې دپوځیانو یو ګاډی په مائن الوځول شوی ؤ چې پکې د درېو افسرانو په شمول ۴ عسکر وژل شوي اؤ څلور نور سخت ټپيان شوي وؤ.

ددغه پېښې پړه دخالي په ورځ د پاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده اؤ‌ پخپل یو بیان کې دطالبانو ویاند محمد خراساني ګواښ کړی چې دخپل انتقام اخستلو لړۍ به دوامداره ساتي

دپوځ د وینا له مخې په تیره یوه میاشت کې په شمالي وزیرستان کې دترهګرۍ بیلابیلو پېښو کې لس پوځيان وژل شوي اؤ‌۳۵ نور ژوبل شوي دي خو د ننۍ چاودنې سره د وژل شوؤ پوځیانو شمیره دولسو ته رسیدلې ده.

په شمالي وزیرستان کې وروسته له هغې په پوځیانو بریدونو کې چټک والی لیدل شوی چې تیره میاشت دخړ کمر په امنیتي پوسته دپوځ اؤ پي‌ ټي ایم دفعالینو ترمینځ د نښتې راپورونه مخې ته راغلل.

د پي ټي ایم مشران دعوه کوي چې پوځ دهغوئ په بې وسلې فعالینو نیغ په نیغه ډزې کړې وې چې پکې ۱۳ کسان وژل شوي اؤ ۳۵ ژوبل شوي وؤ .

خو پوځ پخپل بیان کې ویلي وؤ چې دپي ټي‌ ایم دمشرانو علي وزیر اؤ محسن داوړ په مشرۍ یو شمیر کسانو دترهګرو خلاصولو دپاره په خړ کمر امنیتي پوسته برید کړی ؤ چې پکې پینځه پوځیان ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې دتیرې ورځې د چاودنې ذمه وار دپارلیمان غړي اؤ دپي ټي‌ ایم دوه بندي مشران علي وزیر اؤ محسن داوړ ګرځولي.

خو تیره اوونۍ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په پېښور کې یوې احتجاجي ناستې ته خپله وینا کې تور لګول ؤ چې طالبان پوځ ساتلي وؤ‌ اؤ اوس پوځيان د خپلو غلطو تګلارو له امله مري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG