لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فضل الرحمان:ترڅو به ترهګري کوئ،ترڅو به حقیقتونه پټوؤ


دپاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته په اشاره ویلي” که زمونږ په یو ګاونډي هیواد کې د ګوډاګي حکومت په ضد جهاد واجب وي اؤ زمونږ پخپل هیواد کې ګوډاګی حکومت جائز بلل کیږي ،نو دا هیڅکله دمنلو وړ نه ده”

داتوار په ورځ پخپل کلي ډيره اسماعیل خان کې د وړوکي اختر په مناسبت دخپل ګوند راجوړې شوې دستورې ته په وینا کې هغه په حکومت اؤ پوځ سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي “جرنیل دهیواد سره دومره وفادار نه دی لکه څومره چې ورسره زه وفادار یم”

ښاغلي فضل الرحمان وویل “دپاکستان ائین جرنیل مات کړی خو مونږ ژغورلی دی همدغه وجه ده چې زه هیواد سره د جرنیل نه زیات وفادار یم “

دخپلې وینا په مهال هغه د چا له نوم اخستلو پرته وویل” ترڅو به ترهګري کوئ ،مونږ به ترڅو حقیقتونه پټوؤ”

دا په داسې حال کې ده چې په نزدې ورځو کې په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې دترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده

دپوځ د وینا له مخې په تیره یوه میاشت کې شمالي وزیرستان کې ترهګریزو بریدونو کې ۱۰عسکر وژل شوي اؤ ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

په پاکستان کې دپوځ ملاتړ کوونکي د رهګرۍ ددې روانې لړۍ ذمه وار پي ټي‌ ایم ګرځوي، خو دپي‌ ټي‌ ایم فعالین بیا په سوشل ميډیا پوښتنې کوي چې په سیمه کې پوځ له خلکو وسلې ټولې کړي، ګام په ګام پوځي پوستې دي اؤ حتی خلک دځان سره لینده قدرې نه لري بیا څنګه دغلته ترهګر په پوځ بمي بریدونه کولی شي؟

مولانا فضل الرحمان وویل نن وارې بیا ښارونو کې په منظم ډول ترهګري پیل شوې ده اؤ مونږ ته به د نوؤ جذبو سره میدان ته کوزیدل وي.

هغه وویل موجوده حکومت نور زغمل به سخت تاوان ولري ،ځکه چې دا یو ګوډاګی حکومت دی اؤ ټولټاکنو کې د ټګۍ دلارې واک ته رسیدلی دی.

تر دې وړاندې دپاکستان د نورو اپوزیشن ګوندونو هم تورونه لګولي چې دعمران خان حکومت دپوځ دملاتړ نتیجه کې جوړ شوی خو پوځ واضحه کړې ده چې په تیرو ټولټاکنو کې یې دهیڅ یو ګوند طرفداري نه ده کړې.

دعمران خان دحکومت وزیران وایي مخالف ګوندونه ځګه دحکومت په ضد یو شوي دي چې حکومت د درغلیو په ضد داحتساب لړۍ پیل کړې اؤ ټول غله اؤ لوټماران نیول کیږي.

خو داپوزیشن ګوندونو دریځ دی چې حکومت د احتساب په نوم سیاسي انتقام ته لاس اچولی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG