لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد اؤ اشرف غني دبین الافغاني خبرو دلمړي‌ پړاؤ زر پیل کیدلو ته هیله مندي ښودلې


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني اؤ افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دسولې دټینګښت دپاره زر تر زره دبین الافغاني خبرو دلمړي پړاؤ دپيل کیدو هیله ښودلې ده.

دافغانستان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد پرون یک شنبه دافغانستان په صدارتي ماڼۍ کې افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي اؤ ورسره د بین الافغاني خبرو اترو په کیدو دنظر تبادله کړې ده.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دې لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد ولسمشرغني ته د افغان سولې د هڅو په خاطر پاکستان او اروپا ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړي او دغه راز یې د خپلو راتلونکو پلانونو جزئیات هم ورسره شریک کړي دي.

بیان زیاتوي د ولسمشر غني او ډاکټر خلیلزاد بحث تر ډېره د بین الافغاني خبرو پر پيل متمرکز و او دواړو لوریو په دې برخه کې د جرمني هیواد په رول خوښي وښوده او ژر تر ژره یې د بین خبرو اترو د لومړنی دور پیلولو هیله څرګنده کړه.

داشرف غني اؤ‌ ډاکټر خلیلزاد ترمینځ دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې افغانستان کې سولې دپاره دخپلو هڅو په د وړاندې بوتلو لړ امریکې د پاکستان او د نورو سیمه ایزو هېوادونو سره تازه رابطې کړې دي او ټاکل شوې ده طالبانو سره په مذاکراتو کې د جمود ختمولو دپاره به روانه میاشت په قطر کې د خبرو بله ناسته کوي.

افغانستان کې دسولې دهڅو په دوام د روانې میاشتې په پیل امریکایي استازي ښاغلي خلیلزاد پاکستان ته سفر کړی ؤ اؤ پاکستاني چارواکو سره لیدنو کې یې په دې خبرې کړې وې چې پاکستان څه ډول د طالبانو سره په خبرو کې مرسته کولی شي؟

د امریکې او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه مذاکرات د تېر یو کال راهسې روان دي او دواړو خواؤ پکې د پرمختګ خبرې کړي دي خو طالبان وايي ترڅو چې ټول امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه نه وي وتلي،هغوئ به روانې جګړې نه لاس نه اخلي او په بین الافغاني خبرو کې به ګډون هم نه کوي.

څېړونکي وایي دسولې په خبرو کې دطالبانو دسخت دریځ له امله دخبرو لړۍ کې دپرمختګ مخه نیول شوې ده اؤ امریکایي استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې طالبان پخپل دریځ کې نرمښت ته اړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG