لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني روپۍ مقابله کې د ډالر نرخ درې روپۍ نور وختلو


پاکستان کې د ډالر نرخ دپاکستاني روپۍ په مقابله کې یو ناساپه بیا ختلی اؤ د دوشنبې په ورځ په خلاص مارکیټ کې د درېوؤ روپو د اضافې سره یو ډالر په ۱۵۱ روپو تبادله شوی دی.

همدغه شان د بانکونو دننه هم د پاکستاني روپۍ مقابله کې د ډالر نرخ دوه روپۍ اؤ‌څلویښت پیسې ختلی دی.

د کوچني اختر له رخصتیو ورسته دکاروباري اوونۍ په پیل د ونډو په بازار کې کاروبار په ښکته تللی اؤ د۴۰۹ پوائنټونو په کمښت سره انډیسک۳۵ زره اؤ۹۵ پوائنټونو ته راکوز شوی ؤ خو لږه شیبه وروسته په ۱۰۰ انډیکسه کې د۷۵۸ کمي په راتللو سره انډیکس د۳۴۷۰۰ پوائنټونو کچې ته راغلو.

د پاکستان لخوا نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د لوظنامې وروسته دا ويره څرګنده شوې چې د روان کال دسمبر ۲۰۱۹ پورې به د پاکستاني روپۍ ارزښت د ۱۵ نه تر ۲۰ فيصده پورې نور هم وغورځیږي.

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې مشر ملک بوستان رسنیو ته ویلي د پاکستان د بهرنۍ زر مبادله ذخيره کمه ده او دا به د وخت نه وړاندې وېنا وي چې کله به حالات سم شي.

ځينې اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې د ايي اېم اېف سره د قرض يا پور په سر شوي ټول شرطونه لا ډېر په ډاګه نه دي او د دغو شرطونو په څرګند ډول ښکاره کېدو پورې د پانګه والو اعتماد نه په ځای کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG