لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عمران خان مخالفینو د زرداري ګرفتاري یو سیاسي انتقام بللی


د پاکستان د پخواني صدر او پيپلز گوند شريک چيرمين اصف علي زرداري د ملک د احتساب د ادارې لخوا تر نيول کېدو وروسته سياسي غبرگون راپارولی او د حزب اختلاف يو شمېر سياسي گوندونو حکومت او د قامي اسمبلۍ سپيکر ته خپل احتجاج کړی.

د اصف زرداري ځوي او د پيپلز گوند چيرمين بلاول بهټو زرداري د گل په ورځ په يو خبري کانفرنس کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ په سپيکر اسد قيصر او ډپټي سپيکر قاسم سوري سختې نيوکې وکړې. بلاول بهټو وويل چې سپيکر او ډپټي سپيکر ده له موقع ورنکړه چې په اسمبلۍ کې د اصف زرداري په اړه خپله وينا وکړي.

بلاول وويل چې سپيکر درې حکومتي غړو ته د وينا موقع ورکړه خو ده له يې دا حق ورنکړو. زه د د قامي اسمبلۍ د سپيکر او ډپټي سپيکر دې رويې غندنه کوم او دا غوښتنه کوم چې دوی دواړه د خپلو څوکو نه استعفا ورکړي ځکه چې دوی غير جانبداره نه دي بلکه د حکومت يوه برخه ده.

په قامي اسمبلۍ کې د حزب احتلاف مشر شهباز شريف د احتساب په اداره نيوکې وکړې او د سپيکر نه يې وغوښتل چې د اصف علي زرداري اسمبلۍ ته د راوستلو حکم دې وکړي.

شهباز شريف وويل احتساب َیورو له د اصف زرداري د نيولو حکم نه و ورکول پکار ځکه چې ښاغلي زرداري هر وخت عدالت ته حاضر شوی او د ادارې پوښتنو يې ځوابونه ورکړي دي.

شهباز شريف د مسلم گوند د قامي اسمبلۍ غړي خواجه سعد رفيق چې په بند کې دی هم اسمبلۍ ته د راوستلو غوښتنه وکړه خو محسن داوړ او علي وزير په اړه يې هيڅ ونه ويل. محسن داوړ او علي وزير د خړ کمر د مرگونې پېښې وروسته نيول شوي او جيل ته لېږل شوي دي.

د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان د اصف زرداري په نيولو په خپل ټويټ کې ويلي د اصف علي زرداري د نيولو نه د انتقام بوی راځي. ده زياته کړه چې د ادارو کردار ته گوتې نيولي شوي او خلکو ته د خير رسولو په اړه موجوده حکومت پاتې راغلی دی.

اسفنديار ولي ويلي حکومت او پلويان يې د ملک د راتلونکي سره لوبې کوي.

په پاکستان کې ناقدین د عمران خان په حکومت نیوکه کوي چې د احتساب اداره د سیاسي انتقام لپاره کاروي.

د پيپلز ګوند غړې شازیه مري قامي اسامبلۍ ته ویلي، چې د عمران خان د ګوند په یو شمېر غړو د بډو رشوتونو مقدمې روانې دي خو یو پکې هم ګرفتاره نشو.

پاکستاني څېړونکي وايي، د پخواني صدر اصف علي زرداري د ګرفتارۍ دا وخت ډېر نازک دی او د عمران حکومت دا کار ځکه کړی چې د خلکو توجه د بجټ څخه واړوي.

د پاکستان د نوې اقتصادي سروې تر مخه د وډې شره د شپږو نه دریو ته راغلې او نیم په نیمه کمه شوې ده او په نورو مدونو کې هم د اقتصادی وضعه ډېره غورځېدلې ده.

XS
SM
MD
LG