لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران دیورینیمو غني کولو ګواښ عملي کړی دی،داټومي انرژۍ اداره


داټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ایي ای یي ای) ویلي چې ایران د یورینیمو دغني کولو خپل ګواښ عملي کړی اؤ یورینیمو یا اټومي څرې د پخولو کچه یې لوړه کړې ده.

خبري اژانس ای پي وایي داټومي انرژۍ دنړېوالې ادارې مشر یوکیا امانو ایران لخوا د یورنیمو د غني کولو وضعیت اندېښمن بللب اؤ سیمه کې یې د روان تاؤ تریخوالي په راکمولو ټینګار کړی دی.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمب پروسکال ایران سره په کال۲۰۱۵م کې د شوي اټومي تړون څخه ځان ویستلی ؤ اؤ امریکایي چارواکو ویلي وؤ چې په دې تړون کې ګڼې خامۍ موجودې دي.

صدر ټرمپ تیره میاست ایران نه دتیلو په اخستونکو هیوادونو دبندیزونو استثنا هم ختمه کړې وه چې دهغې راپدیخو دایران اؤ امریکا اړیکې زیاتې خړې شوي دي.

ایران ګواښ کړی ؤ چې دامریکایي بندیزو وروسته به هغوئ هم د اټومي تړون نه ځان وباسي اؤ دیورینیمو په غني کولو به لاس پورې کړي.

په کال۲۰۱۵م کې دترسره شوي اټومي تړون له مخې داټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د ایران د اټومي پروګرام د څارنې مسولیت ورکړل شوی ؤ.

د ای پي دخبر له مخې د اټومي انرژۍ دنړیوالې ادارې مشر ویلي ایران د یورینیمو دغني کول عمل چټک کړی خو تر اوسه هغوئ هغې کچې ته نه دي رسیدلي چې د اټومي تړون سرغړونه ترې په ډاګه کیږي.

داټومي انرژۍ نړیولې ادارې تیره میاشت پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې ایران تر اوسه د اټومي تړون څخه سرغړونه نه ده کړې خو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایران اټومي څرې پخولو کې څومره اضافه کړې ده ؟ ددغه ادارې مشر غلی پاتې شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG