لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د زرداري نه وروسته حمزه شهباز هم نیب ونیولو


په پاکستان کې داحتساب ادارې د حکومت مخالفه ګوندونو دمشرانو دغبن په تورونو کې دنیونې لړۍ چټک کړې اؤ پرون ددغه هیواد دپخواني صدر اؤ پیپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري له نیول کیدو وروسته نن دپنجاب اسمبلۍ دمخالفو ډلو مشر اؤ دپخواني وزیراعظم نوازشریف وراره حمزه شهباز هم نیول شوی دی.

دنیب لخوا په حمزه شهباز دامدن نه د زیاتو پنګو لرلو،رمضان شوګر ملز کې دغبن اؤ په ناقانونه ډول دپیسو دلیږد تورونه لګول شوي دي.

خو حمزه شهبازرسنیو ته ویلي هیڅ غبن یې نه دی کړی اؤ که په هغه دیوې روپۍ غبن ثابت شي نو سیاست به پریږدي.

ښاغلی حمزه شهباز نن دنهې په ورځ وروسته له هغې نیب نیولی چې په یادو دوسیو کې یې لاهور هائیکورټ موقتي ضمانت کې دپراختیا خواست ونه منلو.

له نیول کیدو څو شیبې وړاندې د پنجاب اسمبلۍ دمخالفو ډلو مشر اؤ دپنجاب دپخوانی وزیراعلی شهباز شریف زوئ رسنیو سره خبرو کې ویلي چې هغه هیڅ غبن نه دی کړی خو حکومت ترې سیاسي انتقام اخلي.

هغه ویلي “د زرداري له نیول کیدلو یوه ورځ دمخه فردوس عاشق اعوان دهغه دنیولو کیدو خبره کړې وه اؤ زما په هکله دنیب چئیرمین ویلي چې حمزه شهباز نیول دي نن به قام وویني چې د نیب دمشر خواهش سرته رسي که انصاف به سرلوړی کیږي،زمونږ دپاره زندانونه کومه نوې خبره نه ده”

دپاکستاني میډیا له مخې دحمزه شهباز له نیول کیدو وروسته دمسلم لیګ نواز ګوند فعالینو دهیواد په بیلابیلو برخو کې په احتجاجي مظاهرو لاس پورې کړی اؤ په سوونو مظاهره چیان سړکونو ته راوتلي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دپاکستان پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري هم نیب دغبن په تورونو کې نیولی ؤ اؤ دهغه دنیولو په ضد هم د نهې په ورځ ګرد هیواد کې دپیپلز ګوند لخوا احتجاجي مظاهرې روانې دي.

د اصف زرداري اؤ حمزه شهباز دنیولو ترڅنګ نیب دا مهال دپاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف هم دخپلو پنګو د نه څرګندؤلو په تور نیولی اؤ محکمې هغه د اوو کالو دبند په سزا زندان ته اچولی دی.

همدغه شان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر اؤ دنوازشریف ورور شهباز شریف هم تر دې وړاندې نیب دغبن په تورونو نیولی ؤ خو وروسته محکمې هغه په ضمانت خوشې کړو.

پاکستان کې دمخالفو ډلو دمشرانو دنیونې په لړۍ په ټولنیزو رسنیو هم تاوده بحثونه روان دي اؤ که چرته دعمران خان په حکومت ټکونه کیږي چې داحتساب په نوم خپل سیاسي مخالفین زندانونو ته اچوي نو هلته د حکومت پلویان خوشحالي هم ښکاره کوي چې په پاکستان کې اوس هغه خلک نیول کیږي چې دقام پیسې یې غلا کړي دي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د اصف زرداري په نيولو په خپل ټويټ کې ويلي د اصف علي زرداري د نيولو نه د انتقام بوی راځي.

هغه چې د ادارو کردار ته ګوتې نيولی شوي او خلکو ته د خير رسولو په اړه موجوده حکومت پاتې راغلی دی.

پخپله اصف علي زرداري هم نن احتساب عدالت ته دمخ کیدو په موقعه خبریالانو ته ویلي دنیب چئیرمین هیڅ مجال نه لري خو دا هر څه دحکومت په وینا اشارو روان دي.

هغه ویلي د دریمې نړۍ هیوادونو کې نیونې د سیاست حسن دی اؤ زما دنیولو مقصد یوازې دفشار راوړلو حربه ده.

دعمران خان دکابینې یو مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري ویلي چې د نوازشریف اؤ زرداري زندان ته اچول د واکمن ګوند تحریک انصاف یوه مهمه انتخابي ژمنه وه اؤ دغه ژمنه یې سرته ورسوله.

دعمران خان حکومت دې تورونو منلو ته تیار نه دی چې ګنې دمخالفو ډلو مشران دسیاسي انتقام په اساس نیسي اؤ دریځ لري چې په دوئ د وړاندې نه دغبن مقدمې درج شوې وې خو په دغو مقدمو کې اوس دوئ دعدالتونو لخوا زندانونو ته اچول کیږي

XS
SM
MD
LG