لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الېکشن کمېشن په قبایلي ضلعو کې ټاکل شوي انتخابات تر ۲۰ جولايۍ وځنډول


د پاکستان الېکشن کمېشن په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو کړی شوؤ قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ دپاره ټاکل شوي انتخابات تر ۲۰ جولايۍ وځنډول، له دې وړاندې د دې انتخاباتو دپاره د جولایۍ دوېمه نېټه ټاکل شوې وه.

د الېکشن کمېشن مرکزي وياند الطاف خټک او د خېبرپښتونخوا د الېکشن کمېشن وياند سهېل خان دواړو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې په قبايلي ضلعو کې به اوس د صوبايي اسمبلۍ د چوکيو انتخابات په ۲۰ جولايۍ کيږي.

سهېل خان وويل د صوبې حکومت الېکشن کمېشن ته سپارښتنه کړې وه چې په قبايلي ضلعو کې دې د امنيت د وضعيت له امله انتخابات وروسته کړی شي.

د خېبرپښتونخوا حکومت په درېم جون د يو ليک د لارې الېکشن کمېشن ته سپارښتنه کړې وه چې د پولې پورې غاړې افغانستان د لورې د ترهګرۍ ګواښونه دي ځکه انتخابات دې وروسته کړی شي.

د دې نه علاوه ویل شوي ؤ د ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو ځينې انتظامي مسلې شتون لري.

د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي ؤ چې په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې د تازه پېښو او د انتظامي واک سپارلو ترڅنګ د ليويز او خاصه دار ځواک د امنيتي واک سمبالولو په اړوند څرګندونې شوې وې.

خو د قبايلي ضلعو د سياسي ګوندونو د اتحاديې پخواني مشر او د عوامي نيشنل ګوند لخوا په مومندو کې د صوبايي اسمبلۍ کاندید نثار مومند وايي، دا د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف غړو ته په قبايلي ضلعو کې د ګټې لاره هوارول دي ځکه چې هغوي د خپلمنځني اختلافاتو ښکار دي او انتخاباتو ته يې پوره تياری نه دي نيولی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د امنيت په خاطر د ۲۰ ورځو دپاره انتخابات ځنډول هیڅ معنی نه لري په داسې وخت کې چې د پاکستان د پوځ لخوا بيا بيا دعوې کيږي چې په قبايلي ضلعو کې امن پرځای کړی شوی دی.

د قبايلي سیمې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو دپاره د ۲۵م ائيني بدلون لاندې ويل شوي ؤ چې په قبايلي ضلعو کې به انتخابات د ۲۵ جولایۍ ۲۰۱۹ نه وړاندې کولی شي.

په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د چوکيو دپاره د وړاندې نه د اعلان شوې نېټې ترمخه په ۱۶ چوکيو په دوېمه جولايۍ انتخابات ټاکل شوي وو.

د قبايلي ضلعو د ۱۶ چوکيو ترڅنګ د ښځو دپاره څلور چوکۍ او لږکيو دپاره يوه چوکۍ جوړه کړی شوې ده.

تېره مياشت په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان نه منتخب د پارلیمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړه يوه قانوني مسوده وړاندې کړې وه چې د قبايلي ضلعو د صوبايي اسمبلۍ چوکې دې د ۱۶ نه ۲۴ ته سېوا کړل شي او د قامي اسمبلۍ موجوده چوکۍ دې په ځای وساتل شي.

ياده قانوني مسوده قامي اسمبلۍ په متفقه توګه منظوره کړې او برني اېوان سېنېټ ته لېږل شوې وه کومه چې تراوسه پورې په سېنېټ کې بحث ته نه ده وړاندې کړل شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG