لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسپيکر د اصف زرداري اسمبلۍ ته راوستلو باور ورکړی خو د علي وزیر او محسن داوړ څخه يې انکار کړی، راپور


د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر د پيپلز ګوند پلاوي ته باور ورکړی چې د جمعې په ورځ به د ياد ګوند شريک مشر اصف علي زرداري دپاره ځانګړی فرمان (پروډکشن ارډر) ورکړي چې هغه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون ته راوستل شي خو اسپيکر د وزیرستان څخه منتخب شوؤ غړو علي وزير او محسن داوړ د ارډر څخه انکار کړی دی.

د قانون ترمخه په پاکستان کې که د پارلیمان کوم غړی نيول کيږي اسپيکر اختیار لري چې پوليس يا د جېل چارواکو ته امر وکړي چې د پارلیمان غړی د اسمبلۍ غونډې ته راولي.

ټريبيون ورځپاڼې د سرچينو د قوله ويلي، چې د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکي پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف په مشرۍ پلاوی د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر سره ليدو له ورغلی خو هغه ورسره نه دي ليدلي خو اشرف ويلي قېصر ورته په ټيليفون باور ورکړی چې د جمعې په ورځ به د اصف زرداري پرډکشن ارډر جاري کړي.

پخوانی صدر اصف علي زرداري د ګل، دوشنبې په ورځ (۱۰ جون) د احتساب قامي ادارې د جعلي اکاؤنټونو په تور کې نيولی دی.

د خبر ترمخه د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري خپل پلاوي ته ويلي ؤ چې د شمالي او جنوبي وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ منتخب بنديوان کړی شوؤ غړو علي وزير او محسن داوړ د پروډکشن ارډر دپار هم اسپيکر ته خواست وکړي.

خو سرچينو ويلي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشرانو او قامي اسمبلۍ د غړو علي وزير او محسن داوړ په اړوند د خواست څخه اسپيکر اسد قېصر انکار کړی دی.

علي وزیر او محسن داوړ د شمالي وزيرستان د خړ کمر د پېښې وروسته نيول شوي او په جېل کې اچول شوي دي.

د مې په ۲۶ نېټه پوځ د خړ کمر له پېښې وروسته ويلي ؤ چې د محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یو شمېر خلکو "د ترهګرو د خلاصولو دپاره" د پوځ په یوې پوستې "برید کړی" چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي وو.

پوځ په ځوابي ډزو د درې بريد کوونکو د وژل کېدو او لسو پورې کسانو د ژوبلېدو پخلی کړی ؤ، خو محسن داوړ د پوځ تورونه رد کړي چې ګنې دوي په پوسته بريد کړی ؤ.

علي وزير د پېښې په موقع نيول شوی او محسن داوړ بيا په ۳۰ مې په خپله ګرفتاري ورکړې وه. په دوي د خړ کمر د پېښې مقدمه درج شوې وه.

د دغو دواړو پارلیمان غړو په اړوند په اسمبلۍ کې هم بحث شوی او د خړ کمر د پېښې په اړوند د بشري حقونو ادارو غوښتنه کړې چې بې طرفه پلټنې دې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG