لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:د وینو توئیولو مسولیت دهغه چا پغاړه دی چې دحرمین شریفین دسولې غږونه نه مني


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي مونږ جنګ نه غواړو او تل مو د سولې غږ پورته کړی خو د دې وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې، د علماو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني

د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس او غړو سره په لیدنه کې ولسمشر ښاغلي غني ویلي موږ سولې او خلکو ته د خدمت په برخه کې شاتګ نه کوو او د بندیانو د خلاصون په اړه مو دعلماؤ او د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنه ومنله.

په دې وروستیو کې په کابل کې جوړې شوې مشورتي لویې جرګې چې شاوخوا۳۰۰۰کسانو پکې ګډون لرلو دافغانستان دولت اؤ طالبانو نه غوښتنه کړې وه چې نور باید د جنګونو څخه لاس واخلي اؤ دبین الافغاني خبرو دلارې سولې ته غاړه کښېږدي.

خو طالبانو دمشورتي جرګې غوښتنې رد کړي اؤ دغه جرګې ته یې دفرمائشي جرګې نوم ورکړی دی.

په قطر کې دطالبانو استازیو دتیرکال راهسې امریکه سره دافغان سولې په اړوند دخبرو لړۍ روانه کړې ده خو افغان دولت سره دخبرو اترو نه انکار کوي.

اشرف غني ویلي هغه هر وخت دسولې غږ پورته کړی اؤ ولس هم سولې ته لیواله دی خو دا چې څوک د ولس د سولې غوښتنه نه مني هغه دافغانستان خیرخواهان نه دي.

ولسمشر هیله وښودله چې په دې وروستیو کې یې دطالبانو کوم بندیان یې خوشې کړي دي هغوئ به د سولې سفیران شي او بیا به جنګ ته ونه ګرځي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دغه لیدنه کې دعلماؤ په استازیتوب مولوي نوربادشاه صاحبزاده اؤ شیخ عبدالله افضلي ویلي ددې ویجاړونکي جګړې حل لاره، جګړه نه ده، موږ ټول باید پر یوه مېز راټول او دغه بدمرغه جګړه پای ته ورسوو.

هغوئ ټینګار وکړو چې سوله باید د افغانستان د حکومت په محوریت کې وشي.

نړیوالو رسنیو په دې وروستیو کې دعوې کړي چې دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمینځ دخبرو لړۍ د جمود ښکار شوې ده خو زلمي خلیلزاد روانه اوونۍ کابل کې افغان ولسمشر سره لیدنه کې سولې ته هیله مندي ښودلې وه اؤ ویلي یې وؤ اوس دسولې خبرې یو مهم پړاؤ ته رسیدلي دي.

ټاکل شوې ده دسولې دخبرو نه د غوره نتیجو ترلاسه کولو په خاطر دافغانستان ولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه اسلام اباد ته هم سفرکوي اؤ دغلته به پاکستاني چارواکو سره لیدنو کې هغوئ نه دافغان سولې لړۍ کې دهمکارۍ غوښتنه وکړي

XS
SM
MD
LG