لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وکیلانو سخت احتجاج کې دقاضي فائز عیسي په ضد دریفرنس اوریدنه پیل شوې


په پاکستان کې د وکیلانو دسخت احتجاج په ترڅ‌ کې د سترې محکمې د یو جج قاضي فائز عیسی په ضد دصدارتي ریفرنس اوریدنه دسترې محکمې دمشر قاضي اصف سعید کهوسه په مشرۍ سپریم جوډیشل کونسل کې پیل شوې ده.

د قاضي فائز عیسی په ضد د صدارتي ریفرنس د اوریدنې په مهال نن دجمعې په ورځ‌ په ګرد هیواد کې وکیلان په احتجاج بوخت دي اؤ دقضایې چارو څخه یې پرېکون کړی دی.

دپاکستان دصدر عارف علوي له لوري سپریم جوډیشل کونسل ته دسترې محکمې د جج قاضي فائز عیسی په ضد لیږل شوي ریفرنس کې تور لګول شوی چې نوموړی جج دهیواد نه بهر اثاثې لري خو دغه اثاثې یې دحکومت نه پټې ساتلي دي.

قاضي فائز عیسی په ځان لګول شوي تورونه رد کړي اؤ سپینه کړې یې ده چې د هیواد نه بهر دهغه کومې پنګې دي هغه یې دښځې اؤ بچو دي څوک چې دده د کفالت څخه بهر دي.

د ریفرنس اوریدنه کې دسترې محکمې د مشر قاضي ترڅنګ قاضي ګلزار احمد.قاضي شیخ عظمت سعید،دپېښور هائیکورټ مشر قاضي وقار سیټهـ اؤ سندهـ هائیکورټ مشر قاضي احمدعلي شیخ برخه لري.

په پاکستان کې د وکیلانو بیلابیلو سازمانونو سپریم جوډیشل کونسل کې دقاضي فائز عیسی په ضد د ریفرنس اوریدنې په مهال له وړاندې څخه کار بندیز اؤ دقضایي چارو پریکون اعلان کړی .

دجمعې په ماسپېښن چې ددغه ریفرنس اوریدنه دسترې محکمې دمشر قاضي اصف سعید کهوسه په مشرۍ کیدله نو وکیلان د سترې محکمې مخې ته په ګڼ شمیر کې ورټول شوي وؤ اؤ احتجاجي نعرې یې وهلې

پاکستاني رسنۍ وایي په خیبر پښتونخوا،بلوچستان اؤ سندهـ صوبو کې نن وکیلان محکمو ته نه دي ورغلي اؤ دقضایي چارو څخه یې په بشپړ ډول پرېکون کړی خو په پنجاب صوبه کې بیا وکیلان دهړتال اؤ قضایې چارو د پرېکون په معامله په دوؤ ډلو ویشل شوي چې یوې ډلې پکې احتجاج کړی اؤ یوه ډله دنور کله په څیر پخپلو قضایي فعالیتونو بوخته پاتې شوې ده.

د سترې محکمې د وکیلانو د سازمان مشر ښاغلي امان الله کنراني خبریالانو ته ویلي چې حکومت د بدنیتۍ په اساس د قاضي فائز عیسی په ضد ریفرنس یا دوسیه جمع کړې ده اؤ دا ریفرنس ځکه څه ارزښت نه لري چې تر اوسه چاته ښودل شوی هم نه دی.

تر دې وړاندې چې کله تیره میاشت دپاکستان صدر عارف علوي د قاضي فائز عیسی په ضد ریفرنس سپریم جوډیشل کونسل ته ولیږلو نو نوموړي قاضي د ریفرنس د نقل ترلاسه کولو دپاره دوه ځله دپاکستان صدر ته لیکونه واستول خو هغه ته د ریفرنس محتویات یا نقل ورنکړل شو.

ښاغلي امان الله کنراني ویلي چې د سترې محکمې د یو ډیر دروند قاضي کردار کشي روانه ده اؤ په میډیا یې مقدمه پرمخ وړل کیږي چې دا هرڅه د سپریم جوډیشل کونسل دپاره یو چیلنج دی.

دزیارت په ورځ وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې د سترې محکمې دوکیلانو دسازمان مشر امان الله کنراني ویلي وود بلوچستان وکيلان گڼي چې د قاضي فايز عيسی تعلق د بلوچستان سره دی او دا ريفرنس د بلوچستان په حق ډاکه ده ځکه چې قاضي فايز عيسی به په راتونکو کلونو کې د سترې محکمې مشر جج یا چیف جسټس جوړيږي.

دقاضي فائزعیسي په ضد د صدارتي ریفرنس په ضد دپاکستان د سترې محکمې پخواني مشر قاضي افتخار چودهدري هم یوه ورځ وړاندې سپریم جوډیشل کونسل ته یو لیک استولی ؤ چې پکې یې دریځ اختیار کړی ؤ ددغه ریفرنس منظوري له کابینې نه ده اخستل شوې ځکه نو باید له اوریدنې یې ډډه وکړل شي.

خو سترې محکمې دپخواني مشر قاضي دلیک په اړوند هیڅ ځواب نه دی ویلی.

سپريم جوډيشل کونسل د ججانو په اړه د شکايتنو د اوريدو ائیني اداره ده چې مشرۍ یې د هغه وخت د سپريم کورټ مشر جج په غاړه وي.

د چیف جسټس نه علاوه په کونسل کې د سپريم کورټ دوه سینير یا د چیف جسټس پسې په دویمه او دریمه درجه سینیر یا مشر ججان او د صوبايي هايي کورټونو مشر ججان د کونسل غړیتوب پغاړه لري.

XS
SM
MD
LG