لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیوزي لینډ:په جوماتونو برید کوونکی دځان په ضد لګول شوؤ تورونو نه انکاري شوی


سږکال د مارچ میاشت کې دنیوزي لینډ په کرائسټ چرچ کې په دوؤ جوماتونو بریدونو کې ککړ اسټریلوي وګړي برینټن ټیرنټ دهغه په ضد لګول شوؤ ټولو تورونو منلو څخه انکار کړی دی.

دمارچ په ۱۵مه نېټه ۲۸کلن برینټن ټیرنټ د نیوزي لینډ کرائسټ چرچ ښار کې په دوؤ جوماتونو ډزې کړې وې چې پکې ۵۱ مسلمانان وژل شوي اؤ تر۸۰ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

دبریدونو په وخت برنټن ټیرنټ د ټولنیزې رسنۍ فیس بک نه نیغ په نېغه د مسلمانانو وژنه هم ښودله.

ددغه پېښې نه سمدستي وروسته پولیسو برینټن ټیرنټ نیولی ؤ اؤ په هغه یې د روان کال داپریل په میاشت کې د۵۱کسانو د وژنې،د۴۰ د وژنې دهڅې اؤ دترهګرۍ موقعه سوره کړې وه.

په برنټن ټیرنټ د محکمې له لوري دتورونو لګول کیدلو وروسته محکمې دهغه د دماغو دمعائنې امر هم کړی ؤ ترڅو معلومه کړل شي هغه په ځان د لګیدلو تورونو دفاع ته په ذهني توګه چمتو دی که نه؟

کله چې دمحکمې په امر د نوموړي تن دماغي معائنه وکړل شوه نو تیره میاشت ډاکټرانو محکمې ته ویلي وؤ چې برینټن ټیرنټ په ذهني توګه بیخي فعال دی اؤ کولی شي په ځان لګیدلو تورونو ته محکمه کې ځواب ووایي.

په هغه د لګیدلو تورونو اوریدونه نن دجمعې به ورځ محکمه کې شوې ده اؤ نړیواله خبري شکبه ای پي وایي چې د اوریدنې پرمهال برینن ټیرنټ محکمې ته وړاندې نه شو خو د ویډیو لنک دلارې یې اوریدنه کې برخه ولرله.

دتورن شخص وکیل محکمه کې د برینټن ټیرنټ بیان اورولی چې پکې هغه دځان په ضد دلګیدلو ټولو تورونو منلو څخه انکار کړی .

ای پي وایي څه وخت چې محکمه کې برینټن په هغه دلګیدلو تورونو نه انکاري شو نو په دغه مهال محکمه کې موجود دترهګرۍ تیره پېښه کې د ژوبل شوؤ ۸۰ؤ کسانو اؤ د وژل شوؤ کسانو د وراثانو په سترګو کې اوښکې راغلې.

اوس به برینټن ټیرنټ په ضد ددې دوسیې نوره اوریدنه د راتلونکي کال په مئ میاشت کې پیل کیږي چې پکې به دهغه په ضد په رسمي ډول د ترهګرۍ دقانون لاندې دوسیه پرمخ وړل کیږي

XS
SM
MD
LG