لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان د خړ کمر اوسيدونکي وايي په علاقه کې په نهمه ورځ ګرځبنديز دی


د شمالي وزیرستان د خړکمر علاقې اوسېدونکي وايي په سیمه کې په نهمه ورځ ګرځبندیز يا کرفيو په ځای ده خلک په کورونو کې بند پاتې دي او د سختو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په خړ کمر علاقه کې نهه ورځې وړاندې د سړک غاړې په ښخ بمي چاؤدنه کې درې پوځي افسران او يو سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

د شمالي وزيرستان خړ کمر هغه علاقه چرته چې پوځ ویلي ؤ د يادې پېښې نه څو ورځې وړاندې په علاقه کې د لټون په عملياتو کې څو مشکوک کسان نيول شوي او د پوځ په وېنا په تېره يوه مياشت کې په دغه سیمه کې د تازه پېښې د وژل شوؤ په ګډون لس سرتيري وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي وو.

د خړ کمر اوسیدونکي څه وايي؟

د سيمې يو اوسېدونکي صديق الله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي نن نهمه ورځ ده چې په علاقه کې کرفیو په ځای ده، خلک په کورونو کې د خوراک څښاک د توکو د کمي سره مخ شوي او په کورنو کې بند پاتي دي.

هغه وویل په علاقه کې ناروغانو ته غټه ستونزه ده چې د درملو دپاره نشي بوتلی کېدی.

هغه زياته کړه چې په علاقه کې د اېف سي ځواک او پوځ په ځای کړی شوی او چې دوي پوښتنه وکړي نو د اېف سي لخوا ورته ویل کیږي چې ګرځبنديز پوځ په ځای کړی او پوځ ته د علاقې خلک رسايي نه لري.

صديق الله وويل په وروستيو کې د ځايي مشرانو يوه جرګه پوځ ته ورغلې او د پوځ نه د ګرځبنديز په اړوند پوښتنه کړې او نوموړی ادعا کوي چې پوځ جرګې ته ۴۲ کورونه په ګوته کړي چې دا دې وران کړی شي خو جرګې ورته په ځواب کې ويلي ؤ چې دا علاقې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملې کړی شوی په سيمه کې د اېف سي ار قانون ختم شوی خلک د قام بدي په سر نه شي اخیستی ځکه دغه کار بايد حکومت په خپله وکړي.

د خړ کمر پېښه

د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه نه نزدې ۴۵ کلوميټره لویديځ پله پرته د خړ کمر علاقه هغه سيمه ده چرته چې په ۲۶ مې په پوځي چيک پوسته يوه پېښه رامنځته شوې وه.

پوځ تور لګولی ؤ چې د قامي اسمبلۍ د غړو علي وزير او محسن داوړ په مشرۍ ګڼو خلکو د مشکوک کسانو د خوشي کولو دپاره په پوسته بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا درې بريد کوونکی وژل شوي او د پينځه پوځيانو په ګډون ۱۵کسان ژوبل شوي وو.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ دغه تورونه رد کړي او ویلي ؤ په احتجاج کوونکو پوځ نېغې ډزې کړې وې.

د يادې پېښې په اړوند د شمالي وزيرستان مرستيال کمشنر په خپل رپوټ کې بيا ويلي ؤ چې د خړ کمر په پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۵ ژوبل شوي وو، د خېبرپښتونخوا حکومت د وژل شوؤ او ژوبلو دپاره بيا د مالي مرستو اعلان هم کړی ؤ.

انتظاميه وايي د مالي مرستو دپاره دوي د حکومت څخه پېسې ترلاسه شوي خو سرچينې وايي ځينې کسانو د دغو پېسو اخيستو څخه انکار کړی دی.

بل لور ته د خړ کمر د پېښې مقدمه د علي وزير او محسن داوړ سره د نهه کسانو پرضد جوړ کړی شوې او دا وخت د شمالي او جنوبي وزيرستان نه منتخب شوي د قامي اسمبلۍ یادو دواړه په مقدمه کې بنديوان دي.

په خړ کمر کې په پوځي افسرانو چاؤدنه په پوځي چيک پوسته د پېښې دوه اوونۍ وروسته رامنځته شوې او د پېښې سمدست وروسته په علاقه کې ګرځبنديز په ځای کړی شوی دی.

د شمالي وزيرستان انتظامیې د تازه ګرځبندیز په اړوند پرون د جمعې په ورځ په ټوله ضلع کې د ګرځبندیز ويلي خو لږ شيبه وروسته یې وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی ؤ چې په ټوله ضلع کې نه، بلکې يواځې د خړ کمر په علاقه کې به ګرځبنديز په ځای وي.

په سیمه کې د ګرځبنديز په اړوند ځايي انتظاميه د ډېر څه ويلو څخه ډډه کوي.

په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عمليات

شمالي وزيرستان د پاکستان هغه قبايلي ضلع ده چرته چې پوځ د کال ۲۰۱۴م په نيمايي کې د ضرب عضب په نوم د تندلارو وسله والو پرضد عمليات کړي او د عملياتو په ترڅ کې د علاقې څخه د لاکونو په شمېره کې خلک بې کوره شوي هم وو.

د پوځ په سیمه کې د امنيت پرځای کېدو د ادعاؤ وروسته د ۲۰۱۵م کال د مارچ په مياشت کې د علاقې څخه د بې کوره شوؤ خلکو بيرته ستنېدل پېل کړی شوي او د حکومتي شمېرو ترمخه دا وخت د شمالي وزيرستان زياتره کډوال په خپلو علاقو کې په ځای کړی شوي دي.

خو په سیمه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل دوام لري او ځايي خلک وايي په علاقه کې د امنيت دعوې شوې وې خو دوي بيا هم د بدامنۍ د پېښو وروسته د ځورولو د لړۍ څخه نه دي خلاص شوي.

د پي ټي اېم د ګرځبنديز نه لګولو غوښتنه

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې تېر کال اسلام اباد ته لاريون کړی د خپلو نورو غوښتنو ترڅنګ يې يوه غوښتنه دا هم کوله چې په علاقه کې که د بدامنۍ کومه پېښه رامنځته کيږي باید په ټوله علاقه کې ګرځبنديز ونه لګول شي او عام خلک ونه ځورول شي.

تېر کال د اګست په مياشت کې محسن داوړ ويلي ؤ چې ځايي انتظاميې (مرستیال کمشنر) ورسره په ليکلې بڼه ژمنه کړې وه چې په علاقه کې به ګرځبنديز نه لګول کيږی بې د اجازته به پوځ د چا کورونو ته نه ننوځي او که د چا پرضد شکايت وي پوليټيکل انتظاميه او ځايي مشران به بيا د پوځ سره د عملياتو په وخت موجود وي او د سیمې د ټولو اقدارو خيال به ساتل کيږي.

انتظاميې د محسن داوړ سره په ليکلې بڼه د ژمنې پخلي په خپله کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG