لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال جام:افغانستان نن خپله څلورمه سیالي سوېلي افرېقې سره کوي


دغه سیالي نن د کابل پر وخت مازدیګر  پنځه بجې د انګلینډ په ویلز په کارډیف لوبغالي کې په داسې حال کې کېږي چې دافغان لوبډلې تکړه توپ وهونکی اؤ وکټ ساتونکی شهزاد محمدي د لوبډلې څخه بهر کړل شوی اؤ دهغه پرځاي اکرام علي خیل په دې مهمه سیالۍ کې لوبیږي.

دکرکټ دنړیوال جام په سیالیو کې نن دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله خپله څلورمه سیالي د سوېلې افریقې دلوبډلې سره کوي.

دغه سیالي نن د کابل پر وخت مازدیګر پنځه بجې د انګلینډ په ویلز په کارډیف لوبغالي کې په داسې حال کې کېږي چې دافغان لوبډلې تکړه توپ وهونکی اؤ وکټ ساتونکی شهزاد محمدي د لوبډلې څخه بهر کړل شوی اؤ دهغه پرځاي اکرام علي خیل په دې مهمه سیالۍ کې لوبیږي.

افغانستان تر دې وړاندې دنړیوال کپ روانو سیالیو کې یوه سیالي ګټلې اؤ دوه سیالۍ یې په اسټریلیا اؤ نیوزي لینډ بائللي دي.

دافغانستان لوبډله کې ګلبدین نائب، حضرت الله ځاځی،اکرام علي خیل،رحمت شاه،حشمت الله شهیدي،محمدنبي،نجیب ځدران، دولت ځدران ،راشد خان،مجیب الرحمان اؤ حمید حسن شامل دي.

تر دې وړاندې دافغان وتلی اسپنر راشد خان دنیوزي لینډ سره د سیالۍ په مهال په بال پر سر لګیدلی اؤ ژوبل شوی ؤ چې ډاکټرانو ورته د ارام مشوره ورکړې وه خو اوس نوموړی روغ شوی اؤ څېړونکي وایي چې په ننۍ لوبه کې به د شهزاد محمدي دنشتوالي له امله زیات ارزښت اوس د راشد خان باولنګ لري .

راشد خان دنیوزي لینډ په ضد سیالۍ کې هغه مهال په بال په سر ولګیدلو چې د لوکي فرګوسن په باونسر بال لمړی دهغه په هیلمټ ولګیدلو اؤ بیا په وکټو پریوتو چې له امله یې راشد خان وسوځیدلو.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG