لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د ګرځبنديز ختمولو دپاره په سوشل ميډيا کمپاين پېل شوی


د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه
د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه

د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان په قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان کې ځايي خلک وايي په خړکمر علاقه کې د لسو ورځو راهسې ګرځبنديز په ځای دی.

د پرون خالي، شنبې د ورځې راهسې په سوشل ميډيا په شمالي وزيرستان کې د ګرځبنديز يا کرفیو د ختمولو دپاره کمپاين پېل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين پرون په ټويټر ويلي،

"په شنه خوړه او خړ کمر کې اوس هم کرفیو ده. ملګري ملتونه په سيمه کې د خوراک د کموت خبر واخلي. ځايي خلک د پوځ دغه فشار ردوي چې د علي وزير او محسن داوړ پرضد ويډيوبيان ورکړي. کرفيو او د چيکونو ودرول دوي ته سزا ورکول کيږي".

د پيپلز ګوند مشر فرحت الله بابر په ټويټر ويلي،

"اول ۱۳ کسان په نېغو ډزو کې ووژل شو، اوس د ګرځبنديز او لوږې د لارې خلک وژني".

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا جنرل سيکرټري سردار بابک ويلي،

"سپريم کورټ ته خواست کولی شي چې په وزيرستان کې د روانې کرفیو له امله انسانان مري او د نورو مړينو اندېښنه ده. د صوبايي حکومت د غفلت او بې پروايۍ پرضد دې خپل ځاني نوټس واخيستل شي".

په سيمه کې د جمعيت اسلام ف ډلې يو مشر خالد جان داوړ په فېس بک ليکلي، "د تازه مالوماتو ترمخه په شمالي وزيرستان کې د کرفيو له په لنډ سېد اباد کلي کې دوه ماشومان مړه شوي دي".

له دې وړاندې نوموړي ويلي، د دته خېلو په شنه خوړه کې د کرفيو له امله په يو کور کې درې ماشومان د لوې او تندې نه مړه شوي دي.

شمالي وزيرستان په خړ کمر علاقه کې لس ورځې وړاندې د سړک غاړې په ښخ بمي چاؤدنه کې درې پوځي افسران او يو سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

د شمالي وزيرستان خړ کمر هغه علاقه چرته چې پوځ ویلي ؤ د يادې پېښې نه څو ورځې وړاندې په علاقه کې د لټون په عملياتو کې څو مشکوک کسان نيول شوي او د پوځ په وېنا په تېره يوه مياشت کې په دغه سیمه کې د تازه پېښې د وژل شوؤ په ګډون لس سرتيري وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي وو.

په سيمه کې د پېښې رامنځته کېدو وروسته ګرځبنديز لګول شوی دی، د تازه ګرځبنديز په اړوند ځايي انتظاميه د څه ويلو نه ډډه کوي او ځايي خلک وايي اېف سي ځواک دوي ته ځواب کوي چې ګرځبندیز پوځ لګولی دی.

خو د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دغه ګرځبنديز په اړوند څه نه دي ويلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG