لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د دوه اړخيزه اړيکو او سولې د خبرو په لړ کې په رسمي بلنه برتانيه ته تللی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن دیوه جګپوړي افغان پلاوي په مشرۍ په رسمي بلنه برتانيه هېواد ته روان شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي په دې درې ورځني سفر کې به محمد اشرف غني دبریتانیه هېواد له جګپوړیو چارواکو سره په یو لړمهمو مسایلو خبرې کوي.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي له امریکا غږډ یوې سره په خبرو کې نن د یکشنبې په ورځ وویل ولسمشر غني به په دې سفر کې د انګلستان او افغانستان پر اړیکو او د سولې په پروسه کې دبرتانیه د رول په تړاو بحث کوي.

مرتضوي ووویل (په دې سفرکې به چې د انګلستان هېواد په رسمي بلنه ترسره شو د انګلستان له بیلابیلو چارواکو په ځانګړې توګه د هغه هېواد له صدراعظمې، بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیراو د پارلمان له غړو سره د دوه اړخیزو اړیکو او دسولې په پروسه کې د هغه هیواد درول په تړاو به بحث او د نظر تبادله کیږي).

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وویل ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني په دې سفر کې د افغانستان او انګلستان ترمنځ د سه شنبې په ورځ د کرکټ کیدونکې لوبې څخه له نږدې لیدنه وکړي.

نړیوال جام د کرکټ دا سیالی به چې ولسمشر محمد اشرف غنی یې لیدو ته ورځي د بریتانیا هیواد مانچستر په اولډ ټر افورډ لوبغالي کې د جون میاشتې په ۱۸ مه ترسره کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG