لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقطر مزاکراتو نه وړاندې دطالبانو پلاوی مشورې دپاره چین ته رسیدلی


په قطر کې د امریکا اؤ طالبانو ترمینځ د سولې د خبرو له اووم پړاؤ پیل کیدو څخه د مخه دطالب مشرانو یو لوړپوړی پلاوی دملاعبدالغني برادر په مشرۍ چین ته رسیدلی اؤ دغلته دچین دولتي مشرانو سره دافغان سولې په بیلابیلو اړخونو خبرې اترې کوي.

ټاکل شوې ده په قطر کې دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمینځ دسولې دخبرو اووم پړاؤ روانه اوونۍ پیل کیږي چې پکې به دواړه خواوړې دسولې تړون ته دغوڅ شکل ورکولو هڅه کوي.

دطالبانو یو مهم مشر عبدالحئ مطمئین دعربو خبري اژانس عرب نیوز ته منلې چې په قطر کې دسولې دخبرو پیل کیدلو څخه دمخه دطالبانو یو مهم پلاوی بیجنګ ته رسیدلی چې مشري دسولې دخبرو دپاره دطالبانو مشر ملاعبدالغني برادر کوي.

ملا مطمئین ویلي بیجنګ ته دطالبانو دې سفر نه انداز کیږي چې طالبان امریکا سره دخبرو اترو د راتلونکي پړاؤ څخه دمخه دمهمو اړخونو سره صلاح مشورې کوي اؤ دا ښایي چې دامریکا اؤ طالبانو راتلونکې خبرې د زیات ارزښت وړ دي.

دطالبانو یو ۱۴کسیز پلاوي تیره میاشت د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ مسکو ته هم سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې د روسي چارواکو سره د لیدنو ترڅنګ دافغان سیاسي مشرانو سره هم لیدنې کړې وې.

هیله کیږي چې د قطر د مزاکراتو راتلونکي پړاؤ کې به زیات بحث دبین الافغاني خبرو اترو و پیل کولو اؤ اوربند په نکتو وشي.

دمزاکراتو په جریان کې دا دوه هغه مهمې نکتې ګڼل کیږي چې دمئ میاشت کې په قطر کې دطالبانو اؤ امریکا خبرې ددغو نکتو پسر ودریدلې وې .

امریکا غواړي چې طالبان باید باید الافغاني خبرو ته غاړه کښېږدي اؤ په افغانستان کې اوربند اعلان کړي خو طالبان وایي چې دغه هرڅه ته به هله غاړه ږدي چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG