د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو سره په ټیليفون خبرې کړي د افغانستان د روغې جوړې او په سيمه کې د امنيت دپاره په ګډه د کار کولو په اړوند ورسره غږېدلی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر د ګل، دوشنبې په ورځ ویلي دواړو سیالانو په ټيليفوني خبرو کې د افغانستان د روغې جوړې په عمل خبرې کړي او په سیمه کې د تل پاتې سولې دپاره په ګډه د کار کولو څرګندونه يې کړې ده.
ويل شوي قرېشي د سوله ييز افغانستان په ارزښت ټينګار کړی چې د سيمې د امنيت دپاره اړين دی.
هغه د افغانانو ترمنځ د خبرو د ملاتړ او په دغه لړ کې د مثبت رول ترسره کولو دپاره د پاکستان د کلکې ارادې ژمنه کړې ده.
قرېشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پېوستون د عمل د پلان (ای پي ای پي پي اېس) ارزښت وړاندې کړی او ويلي يې دي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا يو طريقه کار دی.
پاکستان او افغانستان د تېر کال جولايۍ په ۲۳م نېټه د سولې او پېوستون دپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د (APAPPS) په نوم کاري پلان په رسمي ډول پرانسته کړې وه، دا پرانسته په کابل کې شوې وه.
روانه مياشت په اسلام اباد کې د ياد کاري پلان لاندې د دواړو هېوادونو د پلاؤ په کچه ناسته او خبرې شوې وې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د خپل امریکايي سيال سره په خبرو کې ويلي هېواد يې د ګاونډيانو سره سولې ته اهميت ورکوي او د خبرو اترو د لارې د ټولو شخړو هوارولو اراده لري.
نوموړي مايک پمپيو د پاکستان د هغو ګامونو نه هم خبر کړی کوم چې د ترهګرۍ پرضد د قامي تګلارې (نېشنل اېکشن پلان) لاندې اوچت کړی شوي دي.
هغه د فنانشل اېکشن ټاسک فورس (اېف ای ټي اېف) په سپارښتنو عملي کولو باندې هم د پمپيو سره د پاکستان لخوا په بورته کړو ګامونو خبرې شريکې کړي دي.