لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا وايي طالبانو سره يواځې د پوځ په وتلو خبرې نه کوي


امریکې د نهې، شنبې په ورځ په ډاګه کړې ده چې د طالبانو سره د سولې په ټولو اړخونو د خبرو پلان لري چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مخه ونيول شي او د دې ترڅنګ د سياسي جوړ جاړي د لارې بېن الافغاني خبرې او اوربند وشي،او د افغانستان څخه د امریکايي پوځ په وتلو هم خبرې مخ په وړاندې بوځي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي،

"په داسې کې چې دوي د طالبانو سره د خبرو بل پړاؤ ته ځي دا خبره مهمه ده چې دوي د سولې ټول اړخيزه معاهده وکړي نه چې يواځې د پوځ د وتلو تړون وي".

خليلزاد په بل ټويټ کې ويلي،

"په ټول اړخيزه تړون کې څلور مهمې خبرې دي چې پکې د ترهګرۍ مخه نيول، د پوځيانو ويستل، د سياسي جوړ جاړي دپاره بېن الافغاني خبرې او جامع اوربند شامل دي. دا هغه چوکاټ دی چې طالبانو منلی دی".

نوموړي ويلي هغه څو ځله دغه خبرې تکرار کړي دي چې په ټولو خبرو به تړون کيږي.

د وي او ای د خبر ترمخه هيله کيږي چې د امریکا د طالبانو سره په قطر کې خبرې په راتلونکو څو ورځو کې وشي.

د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د خاتمې او په دغه هېواد کې د سولې راتلو دپاره نزدې کال پوره کيږي چې خبرې روانې دي خو کومې ختمي نتيجې ته نه دي رسېدلي.

خو بل لور ته د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهېل شاهين ويلي، امریکا د دوي مهمه غوښتنه منلې ده.

هغه په ټويټر ويلي، "امریکا ورسره په خبرو کې منلې ده چې خپل ټول پوځيان به اوباسي او په راتلونکې کې به په افغانستان کې کار نه لري او دا ښه پرمختګ دي".

خليلزاد هم ويلي چې د طالبانو سره د خبرو په تېر پړاؤ کې دوي د دې خبرو چوکاټ راجوړ کړی چې بهرني پوځيان به اوباسي او طالبان به باور ورکوي چې د افغانستان خاوره به د نړيوالې ترهګرۍ دپاره نه کاريږي.

امریکايي استازي ويلي ؤ چې د خبرو په راتلونکي پړاؤ کې به دوي په دغو دوه مسلو باندې خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG