لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپلار دبې درکۍ په ضد په احتجاج بوخت ماشوم حیدر بلوڅ پخپله هم بې درکه کړل شوی


دتیرې یوې لسیزې راهسې دخپل پلار دجبري بې درکۍ په ضد په احتجاج بوخت بلوچستان سره تړاؤ لرونکی یو وړوکی ماشوم علي حیدر بلوڅ هم تیره ورځ دخپل کور څخه پورته کړل شوی اؤ نامعلوم مقام ته رسول شوی دی.

دبې درکه بلوڅانو دپاره دغږ پورته کوونکي سازمان مشر ماما قدیر بلوچ دبلوچستان پوسټ په نوم ویب پاڼې ته ویلي چې علي حیدر بلوچ تیره شپه دهغه دکور(ګوادر سیمې) څخه پاکستاني ځواکونو اؤ استخباراتي شبکې نیولی اؤ نامعلوم مقام ته یې منتقل کړی دی.

هغه ویلي په سیمه کې دمخابراتي نظام د تړل کیدو اؤ خلکو کې د ډار له امله دعلي حیدر بلوڅ د بې درکه کیدلو پخلي زیات وخت نیولی دی

د ماشوم علي حیدر دبې درکه کولو معاملې په ټولنیزو رسنیو دبشري حقونو دمبارزینو اؤ مدني فعالانو سخت غبرګون راپارولی اؤ زیاترو خلکو دهغه دبې درکه کولو تور دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکې ایي ایس ایي لګولی دی.

خو دپاکستان پوځ اؤ حکومت لا په سمدستي ډول دغو تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

ماشوم علي حیدر د خپل پلار دجبري بې درکۍ په ضد پینځه کاله وړاندې دکوټې نه کراچۍ اؤ اسلام اباد ته ۳۰۰۰ کلومیټرو اوږ پیادل لاریون هم کړی ؤ اؤ رسنیو ته یې ویلي وؤ چې دهغه پلار رمضان بلوچ په۱۴م جولایي کال۲۰۱۰م کې دهغه دسترګو وړاندې دپاکستان استخباراتي شبکې پورته کړی ؤ.

علي حیدر دکال ۲۰۱۰م څخه دخپل پلار دجبري بې درکۍ په ضد په احتجاج بوخت ؤ اؤ اسلام اباد ته د لاریون په مهال هغه دپاکستان دیو شخصي ټيلي ویژن جیو خبریال حامد میر ته ویلي وؤ چې هغه سبق وایي خو ددې لاریون دپاره یې درې میاشتې رخصتي اخستې ده.

دماشوم علي حیدر بې درکۍ په سوشل میډیا دخلکو سخت غبرګونونه راپارولي اؤ دهغه په زوره بې درکه کول یې په انساني حقونو پسې یوه بدترینه خندا ګرځول شوې ده.

وتلي خبریال حامد میر چې اسلام اباد ته دحیدر بلوڅ داحتجاجي لاریون په مهال یې هغه سره مرکه کړې وه په ټوئټر لیکلي "خفه شوم چې دعلي حیدر دبې درکۍ نه خبر شوم،ما هغه پینځه کاله وړاندې په وړکوالي لیدلی ؤ کله چې یې دخپل پلار رمضان بلوڅ د بې درکۍ په ضد دکوټې نه اسلام اباد ته لاریون کولو خو له بده مرغه هغه نن پخپله بې درکه کړل شو"

په ټوئټر د"علي حیدر خوشې کړئ "په نوم ټرینډ جوړ شوی اؤ دبشري حقونو یو فعال احمد وقاص ګورایه لیکلي چې "حتی زمومو ماشومانو هم دترهګرۍ څخه خوندي نه دي"

دعمر چیمه په نوم دپاکستان یو وتلي خبریال لیکلي کوم وخت چې علي حیدر دخپل لادرکه پلار په لټون کې اسلام اباد ته پیاده لاریون کړی ؤ هغه وړوکی ماشوم ؤ،پلار خو یې تر اوسه ونه موندل شو خو هغه پخپله هم بې درکه کړل شو،ایا څوک ویلی شي چې ریاست دداسې خلکو نه څه هېلې لرلی شي؟

دپېښور د ایالتي محکمې د وکیلانو د سازمان مشر عبداللطیف اپریدي په ټوئټر لیکلي هغه دخپل پلار دبې درکۍ په ضد احتجاج کې راځلمي شو خو اوس پخپله هم بې درکه کړل شو ، څه غمژنه غمژنه دنیا ده

په پاکستان کې د خلکو په جبري اوچتولو کې د زیاتوالي په ضد نه یواځې په بلوچستان کې ملتپال بلوڅان او د بې درکه کسانو کورنۍ احتجاج کوي، بلکې پښتون ژغورنې غورځنګ هم ورباندې سخت غبرګون څرګند کړی او دعوه کوي چې له پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو زرګونه پښتانه په جبري توګه بې درکه دي.

د بشري حقونو ملکي او نړیوال تنظیمونه په دغو پېښو کې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارو ته ګوته نیسي او د هېواد تر ټولو ستر عدالت هم د پخواني مشر قاضي افتخار چودري په وخت کې د بلوچستان د امنیت په اړه د مقدمې د اورېدنې په فیصله کې هلته د خلکو د جبري اوچتولو پړه په امنیتي ادارو ور اچولې وه، خو د پاکستان حکومت او پوځ وخت په وخت د بې درکه خلکو په پېښو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG