لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ بې باوري د چا هم په ګټه نه ده، قرېشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د (لاهور پراسېس) په نوم د افغانستان د سولې او روغې په موضوع راجوړې غونډې ته په وېنا کې ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ بې باوري چې اکثره نورو راجوړه کړې د چا هم په ګټه نه ده.

د لاهور پراسېس په نوم غونډه د اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سیمه بوربن کې راجوړه شوې چې پکې د افغان حکومت يو شمېر سياسي مخالف سياستوال، په صدارتي انتخاباتو کې د اشرف غني ځينې مخالفين او ګڼ نور افغان سياسي مشران هم ګډون لري.

نن د خالي، شنبې په ورځ د غونډې د پرانستې دستورې ته په وېنا کې قرېشي وويل، د اوږدوې مودې نه زمونږ شريک دښمن چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړې د پاکستان او افغانستان اړيکې يې اغېزمنې کړي دي.

قرېشي وويل په يو بل تورونه لګول د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي دواړه بايد د منفي عمل نه مخ په وړاندې تېر شي او په يو بل تورونه لګول پرېږدي.

افغانستان او پاکستان په يو بل د اوږدې مودې نه تورونه لګوي چې د يو بل خاوره د بل په ضد د ترهګرۍ دپاره کاروي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي، دا د دواړو هېوادونو په مشرتابه ده چې د خپلمنځني باور او اعتماد دپاره عملي ګامونه واخلي.

هغه وويل بايد دواړه هېوادونه ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې د دوي د ګټو پرضد وکارول شي.

نوموړي د پاکستان هغه مخکنی دريځ تکرار کړو چې پاکستان نه يواځې پرامنه، متحد، باثباته، خوشحال او د پرمختګ په لور افغانستان غواړي بلکې د خپلو ټولو ګاونډيانو سره پرامنه اړيکې ساتل غواړي.

هغه وويل د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی بلکې روغه جوړه ده ځکه چې د دواړو هېوادونو ګډ دښمنان د پاکستان او افغانستان د اړيکو خرابولو هڅې کوي.

قرېشي زياته کړه د افغانستان د بدامنۍ له امله پاکستان هم اغېزمن شوی ځکه پرامنه او خوشحال افغانستان د پاکستان د ټولو په ګټه دی.

د افغانستان د سولې د بهير د ملاتړ په تړاؤ نوموړي وويل پاکستان يې ملاتړ کوي او په دغه لړ کې د خپلې زمه وارۍ دپاره رول ترسره کوي.

هغه وويل پاکستان د افغانستان خپلواکۍ ته احترام لري او ژمن دی چې بې د لاس وهنې، احترام او شريکو ګټو په اساس دوه اړخيزه اړيکې وساتي.

قرېشي په خپله وېنا کې د افغانستان سره د تجارت، د بيا ودانۍ او پرمختيا ترڅنګ د کډوالو په خپله خوښه بيرته ستنېدو په اړوند هم خبرې وکړې.

د وي او ای د خبر ترمخه د بوربن په غونډه کې پخوانی افغان صدر حامد کرزی او په صدارتي ټاکنو کې د اشرف غني مخالفین، د حزب اسلامي مشرګلبندین حکمتیار، د افغانستان د قامي سلامتیه پخوانی مشیر حنیف اتمر او عبدالطیف پدرام په برخه والو کې شامل دي.

د افغان امن په موضوع د بوربن غونډه په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې ده د جون په ٢٧ نېټه به افغان صدر اشرف غني هم د پاکستان سفر کوي. د افغانستان صدارتي انتخابات د سپټمبر په میاشت کې کېدونکې دي.

د افغان حکومت د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د هرات پخوانی والي محمد اسماعیل او د افغان اجرايیه ریس محمد محقق هم د بوربن په غونډه کې شرکت کوي.

د غونډې د منتظیمونو ترمخه طالبان به په غونډه کې نه وي خو په مجموعي توګه به پکې ٣٠ افغانان چې زیاتره د صدر اشرف غني سیاسي مخالفین دي، ګډون کوي.

په بوربن کې په افغانستان کې د امن او روغې جوړې په موضوع د دغې غونډې په منتظيمینو کې د څېړنې اداره ساوت اېشین سټرېټیجک سټېبیلیټي انسټېټیټوټ هم شامله ده چې وايی دا غونډه په افغانستان کې د امن دپاره د پاکستان د دې کوششونو سره سمون خورې چې په جنګ ځپلې هېواد کې د امن په هلو ځلو کې دې ټولو اړونده فریقېنو ته ونډه ورکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG