لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبهوربن غونډه کې افغان مشرانو دپاکستان په هکله څه ویلي ؟


دافغانستان د سیاسي ډلې حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي په افغانستان کې روانه جګړه یوازې دافغانستان نه بلکې دپاکسان د بقاء جګړه هم ده اؤ دا جګړه څو قوتونو دخپلو ګټو دپاره په افغان ولس تپلې ده.

د لاهور پراسس په نوم دپاکستان دمري په بهوربن سیمه کې د خالي په ورځ راجوړې شوې بین الافغاني غونډې ته پخپله وینا کې ګلبدین حکمتیار ویلي دافغان جګړې له امله تر ټولو زیات زیانونه پاکستان ته اوښتي دي اؤ‌ څو قوتونو په دې جګړه کې افغانستان دخپلو مقصدونو دپاره استعمال کړی دی.

افغان دولت سره له روغې جوړې وروسته پاکستان ته دحزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار دا لمړی سفر دی چې افغانستان کې دسولې دبهیر په تړاؤ یې پاکستان ته کړی دی.

په بهوربن کې جوړې شوې دغې ناستې ته دافغانستان د یو شمیر نورو سیاسي ډلو مشرانو اؤ استازو هم ویناګانې کړي اؤ دپاکستان اؤ افغانستان په دولتونو یې ټینګار کړی چې دبې باورۍ دفضاء په ختمولو باید افغان سولې دپاره د زړه د خلاصه ګامونه واخلي.

د افغانستان راتلونکو صدارتي ټاکنو ته کاندید ښاغلي حنیف اتمر ویلي سیمې نه دترهګرۍ دټغر ټولولو دپاره به پاکستان اؤ افغانستان ته په ریاستي کچه خبرو اترو ته وده ورکول وي.

هغه ویلي پاکستان دافغانستان خپلواکي مني اؤ افغانان دپاکستان ددې جذیې ستائنه کوي.

افغان چارواکي وخت په وخت پاکستان افغانستان کې دطالبانو په ملاتړ تورنوي خو ننۍ غونډې ته خپله وینا کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي سپینه کړې ده چې پاکستان افغانستان کې دهیڅ یوې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي بلکې غواړي چې دغه هیواد کې سوله اؤ ثبات ټینګ شي.

دحزب وحدت ډلې مشر استاد محمد محقیق غونډې ته پخپله وینا کې ویلي چې په افغانستان دشوروي دیرغل په مهال پاکستان په خلاص مټ دافغان ولس سره مرستې کړې وې اؤ‌ په هغه مهال دپاکستان اؤ افغانستان اړېکې دجلا بڼې وې.

خو هغه وویل وروستو ترهګرو د دواړو هیوادونو ترمینځ غلط فهمۍ پیدا کړې اؤ اوس باید دواړه هیوادونه په ګډه دا غلط فهمۍ له مینځه یوسي.

دافغانستان دسولې دعالي شورا مشر محمد کریم خلیلي غونډې ته پخپله وینا کې ویلي چې افغان ولس نور له جګړو پوزې ته راغلی اؤ پخپله خاوره امن غواړي خو افغانستان اؤ دې سیمه کې امن دنړېوالې ټولنې اؤ دسیمو دهیوادونو په همکارۍ ټینګیدلی شي.

پاکستان کې دامن سولې په اړوند دا کانفرنس په داسې حال کې جوړ شوی چې ټاکل شوې ده دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم راتلونکي اوونۍ اسلام اباد ته په سفر ځي اؤ دغلته به دپاکستان دولتي اؤ پوځي مشرانو سره افغانستان کې دسولې په روان بهیر له نزدې وغږیږي.

په بوربن کې په افغانستان کې د امن او روغې جوړې په موضوع د دغې غونډې په منتظيمینو کې د څېړنې اداره ساوت اېشین سټرېټیجک سټېبیلیټي انسټېټیټوټ هم شامله ده چې وايی دا غونډه په افغانستان کې د امن دپاره د پاکستان د دې کوششونو سره سمون خورې چې په جنګ ځپلې هېواد کې د امن په هلو ځلو کې دې ټولو اړونده فریقېنو ته ونډه ورکړی شي.

د غونډې د منتظیمونو ترمخه طالبان به په غونډه کې نه وي خو په مجموعي توګه به پکې ٣٠ افغانان چې زیاتره د صدر اشرف غني سیاسي مخالفین دي، ګډون کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG