لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخالفه ګوندونه وايي، عمران خان د لسو کالو په احتساب کې سياسي خلک بدنامول غواړي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت مخالفه ګوندونه وايي، وزیراعظم عمران خان چې د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۸م پورې لس کاله موده کې د اخيستل شوؤ قرضونو دپاره کوم کمېشن جوړوي دا سياسي انتقام او د سياسي خلکو بدنامولو دپاره دی.

عمران خان نزدې لس ورځې وړاندې اعلان کړی ؤ چې د لوړې کچې يو کمېشن به جوړوي چې مالومه کړي چې په تېرو لسو کلونو کې په ملک ۲۴ زره اربه روپۍ قرضونه څنګه سېوا شوي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه حکومت د جمعې په ورځ د ۱۱ کسيز کمېشن اعلان کړی چې مشري يې د احتساب قامي ادارې نېب مرستيال مشر پخوانی پوليس افسر حسېن اصغر کوي.

په کمېشن کې د پوځ د استخباراتي ادارو د غړو سره، د نېب، سټېټ بېنک او نورو اړونده ادارو غړي شامل کړی شوي دي.

د تحریک انصاف حکومت د کال ۲۰۰۸ نه ۲۰۱۸م پورې د پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن د حکومتونو په وخت کې د اخیستل شوؤ پورونو د پلټنو دپاره کمېشن جوړ کړی دی.

د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر فرحت الله بابر وايي، د کال ۲۰۰۸ نه وړاندې چې د يو پوځي امر پروېز مشرف حکومت د هغې پلټنې نه کول دا څرګندوي چې د دې کمېشن د لارې سياسي خلک بدنامه کړی شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په ملک کې په منظم ډول د سياسي خلکو د بدنامولو هڅه روانه ده او چې دا کمېشن جوړ شي او کار پېل کړي نو په ميډيا به غوغا جوړه کړی شي او د خلکو په ذهنونو کې دا تاثر اچول کيږي چې سياسي حکومتونه نا اهل دي.

د مسلم ليګ ن ګوند حمزه شهباز هم د عمران خان په حکومت ټکونه کړي او ويلي يې دي دا احتساب نه بلکې د عمران خان انتقام دی چې مخالفه ګوندونو په نښه کوي.

د قانوني چارو کار پوهه عبدالطيف افريدی وايي، د هغه په نظر دغه کمېشن کوم کره قانوني حيثيت نه لري.

هغه وايي دا کمېشن داسې ښکاري چې دا په بدنيتۍ جوړ شوی او د سياسي انتقام دپاره کارول کيږي.

هغه وايي بايد د پاکستان د جوړېدو ۱۹۴۷ نه پلټنې پېل شي چې چا چا پېسې اخیستي چا چا ځمکې اخيستي او په پوځي حکومتونو کې څه شوي دي؟ هغه ټول دې مالوم کړی شي.

مخالفه سياسي ګوندونه وايي د تحریک انصاف حکومت د دغه کمېشن د لارې د خپل د حکومت د ناکاميو او معاشي ستونزو نه د اولس پام بل لور ته اړول غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG