لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد: د سولې د خبرو ټول فريقېن چټک پرمختګ غواړي


د افغان سولې دپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ويلي د افغانستان دسولې په تړاو د راتلونکې ناستې دپاره د جون د میاشتې ۲۹م نېټه ټاکل شوې ده.

خليلزاد په خپل ټويټر دغه خبره کړې ده،

نوموړي ویلي، "وروستي سفرونه يې چې افغانستان او قطرته یې درلوده پرې باورلري چې د افغان سولې چټک پرمختګ د ټولو خواووغوښتنه ده".

د امریکا ځانګړي استازي تردې ويلي ؤچې د افغانستان د سولې په تړاو له طالبانو سره یوې داسې هوکړې ته رسېدل غواړي چې هراړخیزه او جامع وي.

خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د راتلونکي پړاو د شروع کېدو دپاره چمتووالی روان دی او په وینا یې له طالبانو سره یوه جامع هوکړه غواړي نه له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو ویستل.

نوموړي ویلي ؤ چې د سولې هراړخیزه هوکړه چې طالبانو هم منلې له څلورو برخو جوړه شوې ده.

د خلیلزاد په وینا په دې موافقه کې له ترهګرۍ سره ډاډمنه مبارزه، د سرتیرو ویستل، هر اړخیزه او دایمي اوربند او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ترسره کېدل شامل دي.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل اووم سفرد سیمې شپږو هېوادونو ته د مې د میاشتې په ۲۹ نېټه پېل کړی او تراوسه یې د افغانستان په ګډون پاکستان، بلجیم، او جرمني له چارواکو سره پرافغان سولې خبرې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG