لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايتهوپيا: د پوځي کودتا په هڅه کې د پوځ مشر وژل شوی


په افريقايي ملک اېتهوپيا کې سرکاري ټيلي ويژن ويلي په شمالي رياست امهاره کې د پوځ د کودتا په مهال پوځي مشر سره د درې نورو لوړ پوړو چارواکو وژل شوی دی.

د سرکاري ميډيا ترمخه د امهاره رياست صدر امباکيو مېکنن او د هغه مشاور هم وژل شوي دي.

په ايتهوپيا کې د قومي تاؤ تريخوالې راولاړېدو وروسته د وزیراعظم ابی احمد د سخت فشار سره مخ دی.

د ايتهوپيا وزیراعظم ويلي په امهارا کې د پوځي کودتا هڅه شوې ده. او دا کار په سیمه کې په مشکله سره په ځای کړی شوي امن ته د زیان اړولو هڅه وه.

هغه ويلي د پوځي بغاوت په هڅه کې چيف اف جنرل سټاف سارا مېکونن د هغه خپل ساتونکي ويشتی دی.

سرکاري ميډيا ويلي د بغاوت په منصوبه کې شامل ګڼ کسان نيول شوي دي.

وزیراعظم ابی احمد درې کاله وړاندې د تشدد د پېښو وروسته د اېتهوپيا واک سمبال کړی ؤ.

هغه په ملک کې د ځينو اصلاحاتو ترڅنګ په سياسي ډلو لګېدلي بندېزونه لرې کړي او ګڼ سياسي بنديوان يې هم خوشي کړي وو.

په ادېس ابابا کې د امریکې سفارتخانې ويلي د ډزو په راپورونو خبر دي او ځينې ځايي خلکو رويټرز ته ويلي چې د هېواد بولی نړيوال هوايي ډګر سره ډزې شوي دي.

د راپورونو ترمخه ويل کيږي د ملک په زياتو برخو کې خلک انټرنېټ ته رسايي نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG