لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب په هوايي اډه د يمني ياغيانو بريد کې يو تن وژل شوی اووه ژوبل


د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد ويلي يمني حوثي ياغيانو د سعودي عرب په جنوبي سيمه کې په هوايي اډه بريد کړی، يو ملکي وګړي پکې وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي.

د اتحادي ځواک چارواکو ويلي د ابها هوايي اډه په نخښه شوې او نور جزيات يې نه دي شريک کړي چې بريد د ميزايل که د ډرون د لارې شوی دی.

حوثي ياغيانو ويلي ډرون يې د ابها او جيزان په هوايي اډو دپاسه پرواز کړی خو سعودي عرب د جيزان د هوايي اډې په اړوند څه نه دي ويلي.

تېره اوونۍ په ابها د حوثیانو په میزايل کې ۲۶ کسان ژوبل شوي وو. د بشري حقونو ډلو دغه بريد ته ممکنه جنګي جرم ويلي او سعودي عرب يې د سخت ځواب ورکولو ژمنه کړې وه.

د سعودي عرب اتحادي پوځ د يمن د حکومت مرسته کوي چې د ايران ملاتړ ترلاسه کوونکي حوثیان د پلازمينې صنعا نه اوباسي.

ايران د حوثیانو ملاتړ کول مني خو د سعودي عرب دغه تورونه ردوي چې ياغيانو ته وسله ورکوي.

برتانيې، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او امریکې د سعودي عرب په هوايي اډه د حوثیان بريد غندلی او دغه ګام ته يې په يمن او منځني ختيځ کې د ايران د بې ثباتۍ جوړولو چلند ويلي دي.

دغو هېوادونو د حوثیانو نه غوښتي چې د خوراکي توکو او بېړني امداد د څيزونو په لار کې خنډان لري کړي چې د خوراک نړيوال پروګرام په يمن کې خپل کار بيرته پېل کړي.

خو د څلورو هېوادونو په بيان کې د سعودي عرب په مشرۍ په يمن کې د هوايي بريدونو يادګېرنه نه ده شوې چې په زرګونو ملکي وګړي پکې وژل شوي دي خو په ټولو فريقېنو يې ټینګار کړی د دسمبر په اوربند دې عمل وکړي.

سعودي اتحاد او ياغيان په دسمبر کې موافق شوي وو چې د جنوبي يمن د ځينې برخو نه به پوځي اوباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG