لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم د غړو د نيولو او پرضد يې د مقدمو جوړولو لړۍ دوام لري


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د غړو د نیولو لړۍ دوام لري او پرون د ګل، دوشنبې په ورځ يې په ټانک کې درې غړي نيول شوي دي. له دې نه علاوه يې دوه نور غړي په جنوبي وزیرستان کې نيول شوي دي.

د پي ټي اېم د جنوبي وزيرستان فعال مصطفی وايي چې پرون اقبال لالا، ملک نېم خان او يوسف د جنوبي وزيرستان د جګملۍ څخه ټانک ته روان ؤ چې د نیولو نه وړاندې ضمانتونه وکړي خو دوي عدالت په لار ؤ چې ونيول شو.

هغه وايي دا درې واړه کسان د جنورۍ په مياشت کې د ټانک جلسې پرضد په مقدمه کې نيول شوي دي. او نن د نهې، سه شنبې په ورځ اقبال لالا او يوسف ځايي انتظاميې د (تهري اېم پي او او ۱۶ اېم پي او) لاندې هري پور زندان ته ولېږل.

هغه وويل د اتوار، يکشنبې په ماښام رحمت شاه مسيد د خپل کور سره نزدې په کوټکۍ کې په يوه چيک پوسته نيول شوی دی.

د پي ټي اېم د واڼه سب ډويژن فعال بلال وايي د دوي بل غړی شاه حسېن د اتوار په ورځ په واڼه کې نيول شوی او په ټانک کې بندي دی.

بلال وويل د خړ کمر د پېښې وروسته په واڼه کې د پي ټي اېم پرضد درې مقدمې درج شوي چې پکې تازه مقدمه په ۲۱م جون شوې او پکې ويل شوي چې په اعظم ورسک علاقه کې د حکومتي ادارو او ریاست پرضد په ديوالونو ليکل شوي او د هغې وروسته بيا پوليس راغلي ليکل يې پاک کړي او د ۱۶ کسانو چې نومونه ليک دي او د ۳۰۰ نامالومو پرضد مقدمه درج کړی شوې ده.

خو بلال وايي پي ټي اېم هيڅ ډول ليکل نه دي کړي، او زياته یې کړه دوي ته ويل شوي چې ګرفتارۍ ورکړئ يا عدالت ته وړاندې شئ.

هغه وویل چې دوي عدالت ته تلل غواړي چې ضمانتونه وکړي خو د جنوبي وزيرستان عدالت په ټانک کې دی او چې دوي هلته ځي په لاره کې نيول کيږي، او په سیمه کې يې په کورونو چاپې وهل کيږي.

د واڼه پوليس يو افسر سعيد الرحمان وايي د پي ټي اېم د غړو پرضد تازه مقدمه په ۲۱ جون درج شوې خو په دغه اړوند يې نور جزيات نه دي شريک کړي.

د پي ټي اېم مخکښه مشره ثنا اعجاز وايي دا وخت د خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو ترڅنګ د بلوچستان په زياتو سیمو کې د پي ټي اېم د غړيو پرضد مقدمې درج دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې اعجاز وويل چې هغې ته د ترلاسه مالوماتو ترمخه په خپله د هغې نوم په شپږو مقدمو کې دی.

هغې وویل دا وخت يې د دوه مخکښ مشرانو محسن داوړ او علي وزير ترڅنګ په ډېره اسماعيل خان کې عبدالله ننګيال بېټنی او عارف وزير (انتخابي کانديد)، په پېښور کې اسرار ساپي، په ټانک کې ملا طاهر، د بلوچستان په چمن کې ملا بهرام او په کراچۍ کې عالمزېب محسود بنديوان دي.

د دې نه علاوه بلال، ادريس او شاه فېصل غازي د ټانک په جېل کې بنديوان دي.

اعجاز زياته کړه د پي ټي اېم د غړيو پرضد پرله پسې مقدمې درج کول کیږي او که څوک په ضمانت خوشی کيږي په بله مقدمه کې بيا نيول کيږي.

هغې وويل په دوي د مقدمو جوړولو او د غړو د نیولو د لارې فشار راوړل کيږي چې دوي د خپلې مبارزې په شا کړي خو ثنا اعجاز وايي دوي خپلې هلې ځلې او مبارزه دوامداره ساتي په دغه ډول خنډانو يې مخه نه شي نيول کېدی.

د پي ټي اېم پرضد د مقدمو او د غړو د نیولو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې د مارچ په مياشت کې د خېبرپښتونخوا حکومت يوه کميټي اعلان کړې چې د پي ټي اېم سره به د دوي په غوښتنو خبرې کوي.

خو د دغه کمېټۍ په اړوند بيا کوم خبر مخې ته نه دی راغلی او پي ټي اېم ویلي ؤ چې د کمېټۍ سره د خپلو ټولو مشرانو د ليدنې وروسته به خبرې کوي او دوی هر ډول خبرو ته تیار دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG