لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران:نوؤ بندېزونو سره امریکا دسفارتکارۍ دروازې مدام دپاره وتړلې


ایران دامریکا له لوري پخپل لارښود ایت الله علي خامنه اي اؤ نورو چارواکو لګول شوؤ سفري بندیزونو باندې سخت غبرګون ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي چې له دې بندیزونو وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ د سفارتکارۍ لاړې وتړل شوې.

دامریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ د دوشنبې په ورځ دخپل یو امر دلارې دایران په چارواکو نوي بندیزونه لګولي چې څېړونکو دې ته د امریکا یو غیرمعمولي ګام ویلی دی.

امریکا په ایراني مشرانو دا بندیزونه تیره اوونۍ دایران له لوري دیوې امریکایي ډرون الوتکې له راغورځولو دغبرګون په توګه لګولي دي.

دامریکایي چارواکو د وینا له مخې ایران چې دامریکا کومه ډرون الوتکه ویشتلې دهغې قیمت د ۱۰کروړه ډالرو څخه زیات ؤ اؤ دغه ډرون په هوایي څارنه لګول شوې وه.

امریکایي چارواکي وایي ایران دا ډرون د ابنائی هرمز سیمې په نړیوالو حدودو کې ویشتلې ده خو ایران دعوه کړې ده چې دا ډرون د هغوئ هوايي حدونو کې چورلیدله.

دامریکا له لوري په ایراني مشرانو د نوؤ لګول شوؤ بندیزونو په غبرګون کې ویل شوي چې دې بېځایه بندیزونو د سفارتکارۍ دروازې دمدام دپاره تړلي دي.

دایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي پخپل یو ټوئټ کې ویلي چې د صدر ټرمپ بې صبره حکومت دهغه نړیوال نظام په تباه کولو پسې راخستې ده چې دنړیوال امن اؤ ثبات پځائ ساتلو ضمانت ورکوي.

د ایران صدر حسن روحاني ایراني بندیزونه بې ځایه اؤ پاروونکي بللي اؤ ویلي یې دي چې په سپینه ماڼۍ ذهني پسماندګي مسلط ده اؤ دغلته میشتو خلکو ته هډو معلومه نه ده چې هغوئ څه کول غواړي.

امریکایي چارواکو د ایران د بهرنیو چارو په وزیر جواد ظریف هم د بندیزونو اشارې کړي دي چې په دې د ایران صدر سخته ناخوښي ښودلې ده.

دنهې په ورځ د ایران په دولتي ټي وي خپله یوه وینا کې ښاغلي روحاني ویلي چې امریکا یو لوري ته خو د مزاکراتو خبرې کوي اؤ بل لوري ته دایران دبهرنیو چارو په وزیر بندیزونه لګوي چې دا یو ډير پاتې اؤ سپک کار دی.

امریکې لا تر دې وخته د ایران له لوري سفري بندیزونو ته د سفارتکارۍ ختمولو نوم ورکولو ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو دخپل په وزځ د صدر ټرمپ دملي امنیت مشاور جان بولټن ویلي وؤ چې امریکا اوس هم ایران ته د خبرو دروازې پرانستې پرېښې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG