لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: لورالايي کې په پوليس لاين بريد کې يو پوليس وژل شوی، دوه ژوبل


د بلوچستان صوبې په لورالايي ضلع کې نن د شورو، چارشنبې په سهار په پوليس لاين وسله وال بريد کې يو پوليس سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د لورالايي پوليس او اېف سي ځواک په بريد کې د پوليس د وژنې او ژوبلېدو پخلی کړی دی.

د چارواکو په وېنا نن سهار درې ځانمرګو بريد کوونکو په پوليس لاين بريد کړی او يو خودکش ځان ته چاؤدنه ورکړې ده.

چارواکو ادعا کړې دوه نور بريد کوونکي ترهګر يې وژلي دي.

د لورالايي په پوليس د بريد زمه واري د پاکستاني طالبانو تحريک منلې ده.

په پوليس لاين بريد په داسې حال کې شوی چې ويل شوی هلته د پوليس سرتېرو د امتحان پرچه روانه وه.

د مارچ د مياشتې په وروستيو کې هم په لورالايي کې د پوليس په يوه چوکۍ وسله وال بريد کې څلور پوليس وژل شوي وو.

د ياد بريد زمه واري هم طالبانو منلې وه.

د بلوچستان صوبې په لورالايي ضلع کې د جنورۍ په مياشت کې په امنيتي ځواکونو او د ډي ايي جي په دفتر برید شوی، بيا د ايدهي فاؤنډېشن ځايي مشر او بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال ارمان لوڼی وژل شوی او له هغې وروسته کې د زيارت په سنځاوۍ سيمه کې په ليويز وسله وال بريد شوی ؤ.

د اپرېل په مياشت کې د په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي "په بلوچستان کې د شخړو نوې علاقې پرانستل شوي او پښتنو علاقو ته خورې کړی شوي دي".

اېچ ار سي پي ويلي ؤ، په تجربه کې يې راغلې چې په بلوچستان کې په ليويز ځواک بريدونه څرګندوي چې د تندروۍ اډې د صوبې دپاره اوس هم غټه مسله ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG