لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روپۍ په مقابله کې يو ډالر ۱۶۲ روپو ته رسېدلی دی


د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ نن د شورو، چارشنبې په ورځ نوره غورځېدلې او د يو ډالر بيعه ۱۶۲ روپو ته لوړه شوې ده.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه نن سهار د روپۍ په مقابله کې د يو ډالر بيغه ۱۵۶ روپۍ او ۹۸ پېسې وه خو يو دم د روپۍ قدر کم شوی او د ډالر قدر نور سېوا شوی او د ډالر بيعه ۱۶۲ روپو ته رسېدلې ده.

تېره مياشت د پاکستان حکومت ويلي ؤ چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره يې د درېو کالو دپاره په شپږ اربه ډالرو پوره اخیستو صلاح راغلې وه.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان روپۍ اوس هم د فشار ښکار ده ځکه چې د نړيوالې ادارې (ايي اېم اېف) لخوا پاکستان ته د پور ورکولو رسمي اعلان لا نه دی شوی يا دغه پور نه دی ورکړی شوی.

په دغه اړوند د اقتصادي چارو کار پوهه ژورنالسټ وکیل الرحمان وايي، د نړيوالې مالياتي ادارې لخوا د پور يا پېکج نه ترلاسه کېدو له امله د روپۍ په قدر کې کمی راغلی او ښکاري چې روپۍ هم داسې مخ په ښکته روانه وي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل په پاکستان کې د بهرنۍ زر مبادله کمی دی او د بې ثباتۍ سره مخ ده او بله دا چې داسې بهرنی نېغ په نېغه پانګونه پاکستان ته نه ده راغلې.

هغه وویل د پاکستان په غېر قانونه توګه د پېسو په لېږلو رالېږلو نظر لرونکې نړيوالې اداره (فنانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف) هم نه ده مطمين کړې او د پاکستان د اقتصاد د بې ثباتۍ يو علت دغه هم دی.

تېره میاشت د ډالر په مقابله کې پاکستان روپۍ نزدې اووه روپۍ غورځېدلې وه. او روانه مياشت د روپۍ په مقابله کې ډالر اته روپۍ نور ګران شوی دی.

د ايي اېم اېف سره د خبرو اترو نه وړاندې د قرضونو ورکولو د پور په شرط پاکستان ته ويل شوي ؤ چې په پرانستي مارکيټ کې به پاکستانۍ روپۍ ازاده وي او مرکزي بېنک به په دې کې لاس وهنه نه کوي او پاکستان دغه شرط منلی ؤ.

پوهان وايي د روپۍ د قدر کمېدو سره به نه يواځې په پاکستان کې دننه ګراني جوړيږي د توکيو بيعې به سېوا کيږي بلکې د دې سره به په پاکستان د بهرنيو قرضونو بوج هم سېوا شي.

دغه ډول د پرمختيا په کارونو به منفي اغېزې کيږي او د بهر نه راتلونکو توکيو بيعې به هم سېوا کيږي.

وکیل الرحمان وايي، د قامي بودیجې، بجټ خساره به زياته شي، په برامداتو، صادراتو که يې مثبتې اغېزې وي خو په درامداتو، وارداتو به يې منفي اثر وي.

په تېرو څو مياشتو کې د روپۍ په مقابله کې ډالر د لسو روپو نه زيات ګران شوی دی چې له امله يې د راپورونو ترمخه په بهرنيو قرضونو کې يو زر اربه روپۍ اضافه شوې ده.

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت راتلو وروسته په ملک کې نوره ګراني جوړه شوې ده چې له امله يې په عام وګړي بوج سېوا شوی دی.

خو حکومت وايي په تېرو لسو کلونو کې په ملکي قرضونو کې اضافه شوې ده چې له امله يې د ملک اقتصاد سخت خراب شوی او حکومت مجبوره دی چې نوي ټېکسونه ولګوي او د دغه لارې د ملکي اقتصاد د ښه کولو هڅې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG