لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وايي که ايران حمله وکړه د مينځه به لاړ شي


د امريکې او ايران ترمنځ روان تاؤ تريخوالی دوام لري او د دواړو هېوادونو د مشرتابه لخوا د يو بل پرضد تاؤده بيانونه ورکول کيږي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د حملې په صورته کې به ايران د مينځه لاړ شي.

ټرمپ د نهې، سه شنبې په ورځ په ټويټر ویلي، که چرته ايران د امريکې په اړوند په يو څيز هم بريد وکړو نو کلک ځواب به ورته ورکړی کيږي او په پايله کې يې ايران د مينځه تلی شي.

هغه ويلي د ايران مشرتابه يواځې د طاقت په ژبه پوهيږي خو په دې ورله پوهېدل پکار دي چې امریکا د نړۍ تر ټولو زورور پوځ لري.

هغه زياته کړې د ایران حکومت خپلې ټولې وسیلې په ترهګرۍ مصرفوي او اولس یې د ستونزو سره مخ دی.

د نهې په ماښام په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې هغه ویلي چې امريکا د ايران سره تياره ده چې خبرې وکړي خو امریکا ته دې اووايي.

هغه ویلي ايران په اقتصادي ستونزو کې ښکېل دی او که وغواړي په اسانۍ سره کولی شي چې ترې بهر کړی شي خو د دې دپاره د هغه په وېنا اړينه ده چې د ايران مشرتابه د دښمنۍ رويه پرېږدي او د امریکا سره د سولې خبرې وکړي.

له دغې وړاندې ټرمپ د ايران لخوا د سفارتکارۍ د دروازو تړلو بيان ته سپک عمل ويلي او زياته کړې يې وه د ایران حقيقت د دې نه مالوميږي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د نهې په ورځ ویلي ؤ چې د ایران په روحاني مشر علي خامنه ای باندې د امریکا بنديزونه د ايران په ولس د بريد برابر خبره ده د کوم څه وروسته چې د امریکا سره سفارتکاري ځای نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG