د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ نن د زيارت، پنجشنې په ورځ په رسمي بلنه پاکستان ته په دوه ورځني سفر رسیدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغان ولسمشر به په دې سفرکې د پاکستان وزيراعظم عمران خان، او صدر عارف علوي سره ځانګړې او جلا لیدنې وکړي.
افغان چارواکو ویلي چې ولسمشر محمد شراف غني به د پاکستان له جګپوړیو چارواکو سره په څلورو مهمو مسایلو پرسولې ،امن، تجارت،ټرانیزیت ،پانګونه او د سیمې په اتصال بحث او خبرې وکړي.
اشرف غني اسلام اباد په رسېدو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي دي.
قرېشي افغان ولسمشر ته پاکستان ته په راتګ هرکلی ویلي او په دوه اړخيزه اړيکو، د افغانستان د سولې په عمل او نورو چارو ورسره غږېدلی دی.
قرېشي ویلي د پاکستان د افغانستان سره پخوانۍ جغرافيايي او تاريخي اړيکې دي او په افغانستان کې سوله، ثبات او خوشحالي د پاکستان په ګټه دي.
نوموړي زياته کړې د ولسمشر اشرف غني د پاکستان د سفر سره به دواړه هېوادونه يو بل ته نور نزدې شي.
په تیرو پينځو کلونو کې پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر محمد شراف غني دا درېم سفر دی چې ترسره شو.
په افغانستان کې د قبایلو سرتاسري شورا هیله څرګنده کړې چې پاکستان ته د ولسمشر غني د ورتګ سره به د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو نوی فصل پرانیستل شي.
د دې شورا مشر زرجان شینواري وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل د ښه ګاونډیتوب او د سولې او امن په چاروکو کې د همکارۍ کولو په برخه کې نه باید د پاکستان حکومت ته په لاس ورغلی چانس دلاسه ورکړي.
نوموړی وویل (ډیره موده وشوه چې له پاکستان سره جمهور ريیس خپل سفرونه قطع کړي و خو اوس چې کوم سفر وشو مونږ قبایل ورته په ښه نظر ګورو ځکه چې د پاکستان لخوا د مرستې مکمل اطمینان ورکړل شوی دی او باور لرم چې په ټولو مواردو په ځانګړې توګه د سولې، امن د ښه ګاونډیتوب ،تجارت او بیلابیلو برخو کې به د دې ګاونډیانو ترمنځ پرمختګ رامنځته شي).
پاکستان ته ولسمشر اشرف غني دا سفر په داسې حال کې کيږي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا او د سیمې د هیوادونو په ګډون دسولې هڅې چټکې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو کابل ته په خپل تازه سفر کې ویلي ښايي چې له طالبانو سره د افغان سولې په نزدې دوه نیمو میاشتو کې یوې موافقې ته ورسیږي.
په افغان سوله کې مرسته کوونکي هېوادونه هڅه کوي چې د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي او دا هغه څه دي چې د سولې عالي شورا او افغان حکومت یې غوښتنه لري خو تر اوسه د ولسمشر غني له حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته طالبانو زړه نه دی ښه کړی.
د افغان د سولې پاره د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي د سولې ټولې ښکېلې خواوې د سولې پروسه کې چټک پرمختګ غواړي.
خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي چې ټاکل شوې د خالي، شنبې په ورځ د جون په ۲۹ له طالبانو سره دقطر په دوحه کې دخبرو اترو اووم پړاو پیل شي.