لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پاکستان اؤ‌ طالبان په یو بل اډاڼه دي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي چې پاکستان په افغان سوله اؤ ثبات کې مهم رول لوبولی شي ځکه چې پاکستان اؤ طالبان په یو بل اډاڼه دي.

اسلام اباد ته دخپل دوه ورځني سفر په مهال د زیارت په ماښام د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې دیوې مباحثې په وخت ښاغلی غني ویلي افغانستان یو ازاد اؤ خپلواک هیواد دی اؤ‌هیڅکله به دبل چا تسلط ته غاړه کښینږدي.

هغه وویل افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده همدغه لامل دی چې اوس سیمه ییز هیوادونه افغانستان کې سولې ته لیوالتیا ښایي اؤ ملاتړ یې کوي.

هغه زیاته کړه چې حکومت یې د زړه د خلاصه دامن اؤ سولې دپاره ګامونه اخلي اؤ په دغه لړ کې طالبانو سره هر ډول خبرو ته چمتو دی.

ولسمشر اشرف غني د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پخپل دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسیدلی اؤ ددغه هیواد د صدر،وزیراعظم ،خارجه وزیر اؤ نورو چارواکو سره یې افغانستان کې د سولې په روانه پروسه اؤ دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې کړي دي.

پاکستان ته د ولسمشر غني دسفر په مهال پېښور کې یو لوړ پوړي افغان ډپلوماټ وائس اف امریکه ډيوه ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ‌ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې طالبان به ورسره خبرو ته کښېنوي اؤ هم به ورسره دهاغو ستونزو په هواري خبرې له نزدې خبرې وکړي چې افغانستان پرې دپاکستان نه ګیله من دی.

خو دپاکستان د انګریزۍ ژبې د ورځپاڼې دي نیوز خبریال مشتاق یوسفزي ډیوه ته ویلي چې پاکستان اوس په طالبانو لکه د پخوا اثر نه لري البته اسلام اباد ته د اشرف غني د اوسني سفر له امله به د دواړو هیوادونو غلط فهمۍ اؤ بې باورۍ تر ډيره حده راټیټې شي.

ښاغلي یوسفزي ویلي اوس امریکا غواړي چې افغانستان کې سوله راشي اؤ خپل پوځونه له دغه هیواده وباسي اؤ اشرف غني هم په دې خبره پوهه دی چې پاکستان ورسره په دغه لړ کې ښه لاس امداد کولی شي.

خو دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین ډیوه ته ویلي چې دپاکستان حکومت اؤ امنیتي ادارې اوس هم دطالبانو په مشرانو هم هغه شان نفوذ لري لکه څنګه چې یې مخکې لرلو.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیرکال واک ته له رسیدلو وروسته ویلي وؤ افغان دولت سره به دسولې په راوستلو کې کوټلې مرسته کوي اؤ وروسته یې څو کرته دعوې هم وکړې چې افغانستان کې دسولې اؤ‌ثبات دټینګښت دپاره یې طالبان امریکا سره خبرو ته کښېنولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG