لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ مهم خبرونه


ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شنبې یا خالي په ورځ د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په جاپان کې د شلو پرمخ تللو هېوادونو په سرمشریزه کې وګوري.

دغه لیدنه ددې لپاره ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خبرې چې تېره میاشت درېدلې وې بیا له سره پيل شي.

ټرمپ وویل، مونږ به ګورو چې سبا څه پېښېږي. هیله دا ده چې دا به دواړو هېوادونو ته یوه ښه ورځ وي.

ټرمپ د ۳۲۵ بیلینو په ارزښت په نورو چینايي توکو باندې هم د ټکسونو د لګولو ګواښ کړی.

ټرمپ تر دې مخکې هم د چین د ۲۵۰ بیلینو ډالرو په ارزښت توکو باندې ۲۵ فیصده ټکسونه لګولي وو.

-------------------

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین ته د یو نرم خبرداری په توګه وویل، چې د امریکا په ټاکنو کې دې بیا لاسوهنه نه کوي.

کله چې ټرمپ له پوتین سره د شلو پرمخ تللیو هېوادونو یا جي ۲۰ د غونډې په څنډه کې د یوې لیدنې وروسته خبریالانو ته راڅرګند شول نو ترې وپوښتل شول چې ایا له پوتین څخه به وغواړي چې بیا د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه و نه کړي.

ټرمپ وویل، هو له شک پرته چې زه به دا غوښتنه وکړم او بیا په خندا سره پوتین ته مخه واړوه او وویل چې ولسمشره په ټاکنو کې لاسوهنه مه کوه.

د ډېرو څېړونکو ترمنځ ویل کېږي چې ټرمپ دا خبره ډېره جدي نه ګڼي.

-----------------

امریکا د وینزویلا د ولسمشر نیکولس مدورو د ځوي پرضد بندیزونه ولګول.

دا د امریکا لخوا د هغه کمپاین په برخه کې تر ټولو وروستی کار دی چې په ترڅ کې یې غواړي د وینزویلا دغه لانجمن ولسمشر له خپلې څوکۍ څخه ګوښه کړي.

د امریکا د خزانې وزیر د جمعې په ورځ وویل، دوی به په امریکا کې د نیکالوس مدورو ټوله پانګه کنګل کړي او امریکایان به له ده سره له سوداګرۍ کولو څخه منع کړي.

د امریکا د ادارې یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، چې امریکا د مدورو د کورنۍ د نورو غړو په بندیزونو باندې هم غور کوي.

---------------

امریکا د سوډان له امنیتي ځواکونو او پوځ څخه غوښتي دي چې د جون د ۳۰ نېټې له سترو پلان شویو لاریونونو څخه دمخه دې له تاوتریخوالي څخه کار نه اخلي.

د جون ۳۰ نېټه د وروستۍ نېټې په توګه د افریقايي ټولنې لخوا د سوډان انتقالي پوخي شورا ته ورکړل شوې چې واک بېرته ملکي ادارې ته وسپاري.

سوډان وروسته له هاغې د پوځ لخوا اداره کېږي چې د اوږدې مودې واکمن عمر البشیر یې د اپرېل په ۱۱ نېټه له واکه ګوښه شو.

د جون ۳۰ هغه نېټه هم ده چې په همدې ورځ په ۱۹۸۹ کال کې البشیر د یوې پوځي کودتا له لیارې واک ترلاسه کړ.

------------

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، دی تیار دی چې د شمالي کوریا له رهبر کېم جان اون سره د دواړو کوریاوو ترمنځ په غیر پوځي سیمه کې وګوري یواځې ددې لپاره چې ورسره روغبړ او سلام وکړي.

ټرمپ دغه وړاندیز په جنوبي کوریا کې د شنبې یا خالي په ورځ له کوزېدو څو ساعته مخکې په یو ټویټ کې کړی وو.

کېم تر اوسه پورې د ټرمپ ددغه وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.

دا به د ټرمپ او کېم ترمنځ دریمه لیدنه وي که ترسره شي. دواړو مشرانو تر دې مخکې په تېر جون کې په سینګاپور او په فیبرورۍ کې د ویتنام په هنویې کې سره لیدلي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG