پاکستان د مذهبي ازاديو په اړوند امريکايي رپورټ رد کړی او ويلي يې دي چې په ياد رپورټ کې د پاکستان په تړاؤ دریځ د تعصب، او طرفداره دی.
د امریکې خارجه وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلیز رپورټ کې په پاکستان کې د اقلیتونو په صورتحال اندېښنه څرګنده کړی او ویلې يې دي چې په کال ٢٠١٨ کې هم وسله والو ډلو د شیعه او احمدي ټولنو پرضد بريدونو ته دوام ورکړی وو خو د ٢٠١٧ په مقابل کې د تشدد دغه کچه ټیټه شوي وه.
په کال ٢٠١٨ کې په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه رپورټ د امریکې خارجه وزیر مایک پمپېیو د جمعې په ورځ په واشنګټن کې شائع کړو.
په رپورټ کې د پاکستان نه علاوه په شمالي کوریا، ایران، روس، میانمار، چین او ازبکستان کې د انساني حقونو په سرغړونو هم د اندېښنې څرګندونه شوې ده.
د بهرنیو چارو د وزارت په رپورټ کې ويل شوي ؤ که څه هم د پاکستان ائین وايي د ملک قوانین به د اسلام د لاندې وي او هر شهري ته به د مذهب د ازادۍ ضمانت ورکوي. خو بلخوا دا هم وايي چې څوک هم ځان د احمدي یا لاهوري ډلې سره تړی نو هغه "غیر مسلم" دی.
سټېټ ډپارټمنټ ويلي عدالتونو د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې سزاګانو ته دوام ورکړی و او د پاکستان د مدني ټولنې ترمخه، ٧٧ کسان د مذهب د سپکاوي په الزام په زندانونو کې وو او ٢٨ کسانو ته پکې د مرګ سزاګانې اورول شوې وې.
د سټېټپ ډپارټمنټ رپورټ د غېر حکومتي ادارو، اېن جي اوز، په حواله ويلي په تېر کال کې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې اووه نوي کېسونه پولیس درج کړي وو.
د امریکايي بهرنيو چارو د وزارت رپوټ ته په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه رپوټ يې کتلی او د خپلواکه هېوادونو په خپلمنځني معالاتو د رپورټونو تايد نه کوي.
د بهرنیو چارو دفتر ویلي پاکستان د ګڼو مذهبونو او ثقافتونو ملک دی دلته د مختلفو عقيدو خلک په پرامنه ډول اوسیږي او د پاکستان ائين خلکو ته د هغوي د حقونو ضمانت ورکوي.
پاکستان ويلي د بشري حقونو، پاليسيانو او اصلاحاتو، انصاف ته د رسايۍ، د بشري حقونو په تړاؤ ترجيحاتو د عمل، او په نړیوالو قوانينو د عمل په لړ کې يې د جامع پلان دپاره ۷۵۰ ملينه روپۍ ځانګړې کړي دي.