لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار:څلورو ځانمرګي بریدونو کې دټاکنو دکمیسیون اته غړي وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان په قندهار ولایت کې د یکشنبې په سحر څلور ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون اته غړي وژل شوي دي.

دکندهار دامنیه قوماندان تادین خان خبریالانو ته ویلي طالبانو د شنبې اؤ یکشنبې په منځ شپه کې د معروف ولسوالۍ په مرکز د چاودیدونکو موادو څخه د ډکو زغره بند ګاډو په وسیله بریدونه کړي چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده

هغه ویلي بریدونو کې پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دمعروف ولسوالۍ مرکز دافغان ځواکونو په لاس کې دی.

امنیه قوماندان دې بریدونو کې داوښتې مرګ ژوبلې په هکله کره معلومات نه دي په ډاګه کړي خو دکندهار د ټاکنو دخپلواک کمیسیون دسیمه ییز دفتر مشر ښاغلي هاشم دراني منلې چې په دې بریدونو کې د یاد کمیسیون اته تنه غړي وژل شوي دي.

نوموړي ویلي دټاکنو دخپلواک کمیسیون کوم غړي چې دې بریدونو کې وژل شوي هغوئ د ولسوالۍ په مرکز کې اوسیدل اؤ نه دي توانیدلي چې ددغو بریدونو څخه ځان وژغوري.

دپاکستان پولې ته نزدې معروف ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم څو کرته په امنیتي ځواکونو اؤ دولتي ودانیو طالبانو دغسې بریدونه کړي چې په لسګونو افغان سرتیري اؤ دولتي مامورین پکې وژل شوي دي.

طالبانو ددې تازه بریدونو پړه پغاړه اخستې ده اؤ دعوه یې کړې ده چې بریدونو کې افغان سرتیرو ته درنه ژوبله اوښتې ده.

په کندهار کې طالبانو دا تازه بریدونه په داسې حال کې کړي چې نن په قطر کې دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو اووم پړاؤ پیل شوی اؤ نړیوالې رسنۍ وایي چې دې خبرو کې امریکا زیات ټینګار افغانستان کې په اوربند اؤ بین الافغاني مزاکراتو پیل کولو کوي.

خو طالبانو دمخه واضحه کړې ده چې ترڅو امریکا افغانستان څخه دخپلو پوځیانو د ویستلو مهال ویش نه وي اعلان کړی هغوي به اوربند اؤ بین الافغاني مزاکرات نه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG