لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له تېلو وروسته پاکستان کې دګیس بیعې هم لوړې کړل شوې


پاکستان کې دتېلو اؤ د ورځني استعمال د نورو شیانو د بیعو لوړیدو وروسته ددغه هیواد د تیلو اؤ ګاز واکمنې ادارې اوګرا دګیس نرخونه هم لوړ کړي چې د دوشنبې د ورځې نه پرې عملدرامد کولی.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د اوګرا له لوري جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې کومو کورنیو به دمیاشتې ۵۰مکعب میټره ګیس استعمالولو هغوئ نه به وړاندې د یو یونټ ګیس پسر ۱۲۱ روپۍ اخستل کیدلې اؤ اوس به ترې هم دغه بیعه اخستل کیږي خو د۱۰۰مکعب میټره ګیس استعمالوونکو نه به اوس دیو یونټ بیعه د ۱۲۷روپیو پځائ ۳۰۰روپۍ اخستل کیږي.

اعلامیه کې راغلي چې د۲۰۰مکعب میټره ګیس استعمالونکو دپاره به اوس دګیس دیو یونټ نرخ د ۲۶۴ پځائ ۵۵۳ اؤ د۳۰۰مکعب میټره ګیس استعمالوونکو دپاره به دیو یونټ نرخ د۳۷۵پځائ ۷۳۸ روپۍ وي.

همدغه راز د۴۰۰مکعب میټره ګیس استعمالونکو دپاره دګیس دیو یونټ بیعه د۷۸۰روپو نه ۱۱۰۷ اؤ دې نه دزیات ګیس استعمالونکو دپاره دګیس دیو یونټ بیعه ۱۴۶۰روپۍ ټاکل شوې ده.

داعلامیې له مخې د څرې دکارخانو دپاره دګیس بیعې ۶۱ اؤ بجلۍ دکارخانو،سي این جي اؤ عمومي صنعتونو دپاره ۳۱فیصده لوړې کړل شوي دي.

دپېښور د سوداګرانو د اتحادیې یو وتلي مشر حاجي محمد احسان دګیس نرخونو کې دا اضافه دترهګرۍ ځپلې پښتونخوا صوبې خیبر پښتونخوا دپاره صنعتي قتل عام ګرځولی اؤ ویلي یې دي په خیبر پښتونخوا کې له وړاندې څخه په سوونو صنعتونه دترهګرۍ،بدامنۍ اؤ ملا ماتوونکو ټیکسونو له امله تړلي پراته دي اؤ اوس دګیس نرخونو کې نوې اضافه به صنعتونو ته نور زیان هم ورسوي.

هغه ویلي خیبر پښتونخوا صوبه د سمندر نه دلرې والي له امله دکاروبار په لحاظ روسته پاتې ده خو په تیرو وختونو کې ترهګرۍ اؤ درنو ټیکسونو هم ددې صوبې کاروبار ته زیات زیانونه اړولي اؤ‌ په بیلابیلو سیمو کې نن په سوؤنو کارخانې یا خو تړل شوي اؤ یا وروستۍ ساه ګانې اخلي.

ښاغلي احسان وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې وویل دپښتونخوا کارخانه دار د وړاندې نه په دې مطالبو ستړي شوي وؤ چې باید دټیګسونو په مد کې دې صوبې ته ځانګړی رعایت ورکړل شي خو دا چې اوس پرې دګیس نرخونه هم سیوا کړل شول نو کاروباریانو سره یوازې یوه لاره پاتې کیږي چې یا خپل کاروبارونه ختم کړي اؤ یا یې نورو صوبو ته یوسي.

نوموړي وویل دګیس دنرخ سیوا کیدو په نتیجه کې به دکارخانو دننه دجوړیدونکو شیانو نرخونه هم سیوا کیږي چې دهغې ټول زور به دغریب ولس نه اوځي اؤ دخیبر پښتونخوا ولس کې وړاندې نه دخریدارۍ توان په ختیمدو ؤ نو لازمه ده چې اوس به اوس به دعام وګړي په ژوند اؤ د کاروباریانو په روزګار بدې اغېزې کیږي.

په دې وروستیو کې چې پاکستان دمعاشي کړکیچ نه د وتلو په موخه نړیوالې ادارې ایي ایم ایف سره دپور دپاره تړون کړی نو په پاکستان کې د ډالر دنرخ لوړیدو ترڅنګ د ورځني استعمال د ټولو شیانو نرخونه ختلي .

په پاکستان کې دحکومت مخالف ګوندونه په حکومت تور لګوي چې دمعاشي بحران نه د وتلو دپاره هیڅ پروګرام په لاس کې نه لري خو وزیراعظم عمران خان تیره ورځ قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې پخوانیو حکمرانانو دهیواد نه پیسې بهر ویستلي دي ځکه د ډالر نرخ ختلی اؤ ګراني سیوا شوې ده.

حکومت وایي دټیکسونو لمن یې پراخه کړې ده اؤ دخپلو سختو پرېکړه له امله به زر ددې جوګه شي چې هیواد دمعاشي بحران څخه وباسي

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG