لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ګېس او سي اېن جي بيعې لوړې کړی شوي


پاکستان کې د تېلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) د ګېس او سي اېن جي بيعې لوړې کړي چې ترمخه يې د سي اېن ګېس په يو کيلوګرام کې ۲۲ روپۍ سېوا کړی شوي دي.

اوګرا د مياشتې په حساب د ۱۰۰ يونټو نه د زيات ګېس کارولو بيعه د ۱۲۷ روپو نه ۳۰۰ روپو ته رسولې او د ۲۰۰ یونټو نه زيات ګېس بيعه یې د ۲۶۴ روپو نه ۵۴۰ ته لوړه کړې ده.

په نوؤ قيمتونو عمل نن د جولايۍ د لمړۍ نېټې پېل شوی دی.

دغه ډول د ۳۰۰ يونټو بيعه د ۲۷۵ نه ۷۳۸ ته او د ۴۰۰ يونټو بيعه د ۷۸۰ نه ۱۱۰۷ ته او د ۴۰۰ يونټونه زياتو کاروؤنکو دپاره ۱۴۶۰ روپۍ به د يونټ په سر ورکوي.

بل لورته د سي اېن جي ګېس د يو يونټ بيعه د ۹۸۰ روپو نه ۱۲۸۳ روپو ته رسول شوې ده.

د اوګرا ترمخه د ګېس په بيعه کې په يو کيلوګرام کې ۱۹ روپۍ سېوا کړی شوي خو د ټېکسونو سره دا اضافه ۲۲ روپۍ جوړيږي.

د وي او ای اردو څانګې د خبر ترمخه د سي اېن جي ډيلر اېسوسي اېشن مشر عیاث الدين پراچه ویلي چې د ټېکسونو د اضافې سره به په سيند کې سي اېن جي ۱۲۵ روپۍ کيلو، او په خېبرپښتونخوا کې به د ۱۳۷ نه ۱۴۰ روپۍ کيلوګرام ته ورسي.

د پټرولو بيعې روانه میاشت په ځای ساتل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG