د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، ”څه داسې خبرې روانې دي چې پي ټي اېم غلی کړی شو يا غلی شو نو دا به يې ارمان پاتې شي، پي ټي اېم به په هيڅ صورت کمزوری نه شي“.
هغه وويل ”پي ټي اېم يو مزاحمتي تحريک دی او د امن او سولې دپاره به مزاحمت کوي، د جنګ، ظلم او زياتي پرضد به يې مزاحمت وي“.
د خپلې فېس بک پاڼې نه نېغ په نېغه خبرو کې هغه وويل تحریک به یې کله ډېر زور اخلي او کله به د حکمت لاندې دوي په خپله لږ خاموشه کيږي او په روان وخت کې دوي د ځينې تنظيمي تیاريانو سره د قانوني ستونزو سره مخ دي.
پشتين تور ولګوؤ چې ”د رياست لخوا روان ظلم ورسره اوس هم شورو دی“.
پي ټي اېم د تېر کال ۲۰۱۸م د جولایۍ راهسې رسمي تحريک پېل کړی او دې غورځنګ د څو پوښتنو سره اسلام اباد ته لاريون کړی او وايي د پاکستان د ائين او قانون په چوکاټ کې غوښتنې لري او مبارزه کوي.
د پاکستان حکومتي، سیاسي مشرانو، د بشري حقونو تنظيمونو او مدني ټولنې وخت په وخت پي ټي اېم ستايلی ملاتړ يې کړی او د پاکستان پوځ ورته په خپله هم د عدم تشدد په لار روان تحريک ویلي دي.
خو په وروستيو کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پاکستان پوځ په ياد غورځنګ تورونه لګولي چې د هند او افغانستان د استخباراتي ادارو لخوا ورته پېسې ورکړی کیږي او دا غورځنګ په سيمه کې په ځای کړی شي امن تباه کولو هڅه کوي.
د پي ټي اېم د دوه مخکښ مشرانو، شمالي او جنوبي وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ منتخب غړيو محسن داوړ او علي وزير په ګډون څو کسان اوس هم په مختلفو مقدمو کې بنديوان دي.
منظور پشتين وايي ”د ملګرو پرضد يې د دروغو مقدمې جوړول کيږي په علي وزیر او محسن داوړ د خړ کمر دروغژنه مقدمه وشوه او بيا يې پرې بله دغه ډول مقدمه جوړه کړه. هغه وويل د خړ کمر د پېښې د پلټنو غوښتنه يې وکړه خو رښتیا به په ډاګه کيږي ځکه دوي پرې غلي شو“.
نوموړي د قامي اسمبلۍ د سپيکر اسد قېصر لخوا د علي وزير او محسن داوړ د پروډکشن ارډر نه ورکولو په اړوند تور ولګوؤ ”دا کار يې د پوځي مرکز (جي اېچ کيو) په وېنا کړی دی او پروډکشن ارډر يې نه دی جاري کړی“.
پشتين وويل د ملګرو حوصلې يې لوړې دي د جېلونو نه ويريږي او خپله مبارزه دوامداره لري حوصلې يې نورې لوړې شوي دي.
هغه زياته کړه ”د خړ کمر پېښه به په زر کاله کې هېره نه کړي او دوي ته ویل کیږي چې په بهر ملکونو کې احتجاج کوي، هغه وويل چې دلته مو نه پرېږدي مجبور يو دلته چې احتجاج وکړو مقدمې راباندې کولی شي نو چې بهر يې نه کوو نو چرته يې وکړو، انصاف به هر ځای غواړو“.
د پي ټي اېم مشر وويل ”امن غواړو او د امن کونجي د پاکستان د رياست په لاس کې ده دا کار يې شورو کړی او ختموي به يې“.
په قبايلي ضلعو کې د انتخاباتو په اړوند منظور پشتين وويل نه پي ټي اېم څوک ودرولي او نه يې چا له ټکټ ورکړی دی.
هغه وويل تیاری يې روان دی او په وخت سره به يو غټ قدم اخلي.
پشتين د غورځنګ په ملګرو د پرامنه پاتې کېدو او رښتيا ويلو غږ وکړو چې خپله مبارزه به نه پرېږدي او په پښتونخوا کې به امن راولو.