د پاکستان په پنجاب صوبه کې د نشه يي توکيو پرضد ځواک (اېنټي نارکوټکس فورس) د مسلم ليګ ن صدر رانا ثناالله د نشه يي توکيو په تور نيولی دی.
د راپورونو ترمخه رانا ثناالله د فېصل اباد نه لاهور ته په لار ؤ. په لار کې د نشه يي توکيو پرضد ځواک د هغه ګاډی ودرولی او د هغه د ګاډي نه یې نشه يي توکي ترلاسه کړي او نيولی يې دی.
د ځايي ميډيا ترمخه رانا ثناالله به نن عدالت ته وړاندې کولی شي.
د پاکستان مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز د رانا ثنا الله د نیولو غندنه کړې او تور یې لګولی چې د دغه کار په شا د وزيراعظم عمران خان لاس دی.
د وزيراعظم د اطلاعاتو مشاورې فردوس عاشق اعوان ويلي د نشه توکيو پرضد ځواک د کره مالوماتو په اساس چې د رانا ثناالله په ګاډي کې هېروئن دي او د هغه د ګاډی نه يې ترلاسه کړي دي او بيا يې نيولی دی.
هغې ويلي د هغه ګاډی د سهولت کارۍ دپاره کارېدلو.
هغې زياته کړې رانا ثنا الله دغه هيروين د لاهور ايئرپورټ ته يوې ډلې له وړل چې وزن يې ۱۵ کيلوګرامه ؤ او ماليت يې د ۱۵ نه ۲۰ کروړه روپو پورې دی.
اعوان ويلي د حکومت د دې ګرفتارۍ سره هيڅ تعلق نشته او نه دا د حکومت سياسي انتقامي کارروايي ده.
د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند سره، پيپلز پارټۍ او جمعيت علمااسلام پاکستان ډلې د رانا ثنا الله د نيولو غندنه کړې ده.