لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ ويلي، که امریکايي پوځ د افغانستان نه ووځي د ترهګر بریدونو اندېښنه لري


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي هغه غواړي چې د افغانستان نه ټول امریکايي پوځ اوباسي خو اندېښنه لري چې د امریکايي پوځ په غېر موجودګۍ کې دغه هېواد د امریکا پرضد د ترهګر بريدونو دپاره کارېدی شي.

د ګل، دوشنبې په ورځ د فوکس نيوز سره په مرکه کې صدر ټرمپ ويلي د افغانستان څخه د نهه زره سرتېرو ويستل مسله ده او هغه دغې هېواد ته د ترهګر هارډوډ وايي.

نوموړي ويلي څو ځله يې د امریکايي پوځي چارواکو سره د پوځ په ويستلو خبرې کړي خو دوي ورته خبرداری ورکړی چې دا به غوره وي چې د ترهګرو سره په افغانستان کې جګړه وشي نه چې په کور (امریکا) کې.

هغه ويلي يو جنرل يې ورته ويلي چې زه غواړم چې هلته په دوي بريد وکړو نه چې په خپله خاوره يې پرې وکړم.

صدر ټرمپ زیاته کړې که دوي خپل پوځ د افغانستان نه اوباسي هم، نو هلته به خپل پياوړي استخبارات ساتي.

د صدر ټرمپ دا مرکه په داسې حال کې شوې چې د ګل په ورځ په کابل کې طالب وسله والو د ټرک بم د لارې بريد کړی شپږ تنه يې وژلي او ۱۰۵ يې ژوبل کړي دي.

او په عېن حال کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو سره خبرې هم روانې دي.

طالبان غوښتنه کوي چې امریکا دې خپل ټول پوځ د افغانستان څخه اوباسي او امریکا ترې غواړي چې ضمانت ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره نه کاريږي.

XS
SM
MD
LG