لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: ایران له اور سره لوبه کوي


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، دی فکر کوي چې ایران له اور سره لوبه کوي.

ټرمپ دغه خبره وروسته له هاغې وکړه چې ایران وویل، دوی د بډایه یورانیمو کچه له هاغې اندازې څخه زیاته کړې ده کومه چې د ۲۰۱۵ کال په اټومي تړون کې راغلې وه.

ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دی ایران ته هېڅ هم د ویلو نه لري.

"نه ایران ته کوم پیغام نه لرم. دوی پوهېږي چې څه کوي. دوی په دې پوهېږي چې له څه شي سره لوبې کوي او زه فکر کوم چې دوی له اور سره لوبې کوي."

تر دې مخکې د سپینې مانۍ په بیان کې د امریکا له هغه دریځ څخه یو ځل بیا یادونه شوې وه چې دوی به هېڅکله ایران ته پرې نږدي چې اټومي وسلې جوړې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، په ټیټه کچه که د غني شویو یورانیمو کچه زیاتېږي نو دا له تړون څخه سرغړونه نه ګڼل کېږي.

"ایران د ۳۰۰ کیلوګرامه حد څخه تېر شوی دی لکه څرنګه چې مو مخکې هم اعلان کړی وو. مونږ په ښکاره ویلي مونږ به دا کار وکړو و مو کړ. مونږ دا د نړیوال تړون له مخې خپل حق ګڼو."

دی وايي، که له تړون څخه یو لوری وځي نو بل لوری به غبرګون ښيي.

امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له شوي اټومي تړون څخه تېر کال وتلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG