لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نازیه اقبال پاکستان پرېښودو


دپښتو یوې بلې تکړه هنرمندې نازیه اقبال هم د مدام دپاره پاکستان پرېښودو اؤ دخپلو اولادونو سره لندن ته په کډه شوه.

دچهارشنبې په ورځ وائس اف امریکه ډيوه سره په خبرو کې سندرغاړې نازیه اقبال ویلي هغه د خپلو اولادونو سره یو ځائ داسلام اباد نه لندن ته رسیدلې اؤ نور غواړي دپاکستان پځائ د مدام دپاره هم دلته استوګنه ولري.

نامتو هنرمنده شکیله ناز وایي دپاکستان څخه په ګڼ شمیر کې د تکړه هنرمندانو وتل اؤ په نورو هیوادونو کې میشته کیدل د اندېښنې خبره ده اؤ دا فن یا هنر ته هم لویې زیان دی خو هغه وایي “په پاکستان کې دننه هم هنرمندانو ته نه ځاني تحفظ شته اؤ نه مالي نو هغوئ له دې پرته بله لار نه لري چې هیواد پریږدي”

نازیه اقبال چې دشپږو اولادونو مور ده د اووکلنۍ نه سندرو ته راوتلې ده اؤ تر دې مهاله یې په زرګونو سندرې اؤ‌ په سوونو سندریز البمونه مخې ته راغلي اؤ په ټولو پښتنو کې یې شهرت موندلی دی.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې نازیه اقبال ویلي دهغې خاوند جاوید فضاء له وړاندې په لندن کې میشت ؤ اؤ اوس هغې هم پرېکړه کړې چې دخپلو اولادونو دغوره تعلیم،تربیې اؤ تحفظ دپاره نوره په لندن کې پاتې شي.

هغې وویل لندن ته د تګ نه یې هیڅکله دا مطلب نه دی چې ګنې سندرو سره یې خدایې په اماني کړې ده بلکې د دلته نه به هم وخت په وخت خپلو مینه والو ته پښتو سندرې وایي اؤ هم به بیلابیلو هیوادونو ته د کنسرټونو دپاره ځي.

نازیه اقبال وویل خاوند یې په خټه افغان دی اؤ په پاکستان کې هغه ته دپاتې کیدلو دپاره دپاکستاني شناختي کارډ هم ضرورت ؤ کوم چې دپاکستان حکومت نه ورکولو اؤ هغې سره له دې پرته بله لاره نه وه چې دخپل خاوند اؤ خپلو بچو له خاطره پاکستان پریږدي اؤ په لندن کې استوګنه اختیار کړي.

تر نازیه اقبال وړاندې هم دپښتو نور تکړه هنرمندان وخت په وخت له پاکستانه دبیلابیلو علتونو له امله وتلي اؤ په امریکا اؤ نورو اروپایي هیوادونو کې یې استوګنه اختیار کړې ده چې په هغوئ کې د هارون بادشاه،سردار علي ټکر اؤ عالمزیب مجاهد نومونه د یادولو وړ دي.

نازیه اقبال وایي هغې په سختو حالاتو کې هم دهنر نه لاس نه دی اخستی اؤ‌ دپاکستان دننه یې دخپل کلتور د ودې دپاره هڅې اؤ هاندې کړي خو هرکله چې نور دلته دخپل خاوند سره ګډ ژوند نه شي کولی نو ولې په پاکستان کې پاتې شي؟

نامتو سندرغاړې شکیله ناز د نازیه اقبال اؤ نورو پښتنو هنرمندانو پاکستان نه وتل د فن اؤ هنر دپاره ستر زیان بولي اؤ وایي څنګه خدمت چې یو هنرمند دخپلو خلکو منځ کې پخپل وطن کې کولی شي ، داسې دخپل وطن نه بهر نه شي کولی.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې میرمن شکیله ناز ویلي نازیه اقبال،هارون بادشاه، سردارعلي ټکر اؤ عالمزیب مجاهد هغه وتلې نامې دي چې دپښتون کلتور په وده کې یې هیڅوک له خدماتو انکار نه شي کولی خو له بده مرغه پاکستان دغه هنرمندان پخپله لمن کې ونه ساتل شول.

هغې وویل” دلته اوس حالات ډیر خراب دي ، نه خو فنکارانو ته د سر تحفظ شته اؤ نه دمال، فنکاران مجبوره دي چې نورو وطنونو ته لاړ شي”

دشکیله ناز په وینا” تاسو وینئ زمونږ څومره هنرمندانې په دې وروستیو کې ووژل شوې، چا یې تپوس وکړو؟ که د وژلو بچ پاتې شي نو معاشي تحفظ ورته نشته اؤ لویې لویې فنکاران نن په پاکستان کې د بې وزلۍ اؤ بې وسۍ نه ډک ژوند تیروي”

هغه وایي هرمندان تر هرچا زیات پخپله خاوره اؤ خپلو خلکو مئین دي خو کله چې په خاوره کې ژوند تیرول ګران شي نو بیا هنر مند مجبور دی چې دخپل ژوند د دوام دپاره خپله خاوره پریږدي

باید وویل شي تیرکال نازیه اقبال پخپل سکه ورور افتخار تور لګولی ؤ چې دهغې په غیرجومودیت کې یې دهغې په دوؤ ماشومانو لوڼو جنسي تیری کړی ؤ چې وروسته بیا محکمې دهغې ورور ته دمرګ سزا اورولې وه .

خو نازیه اقبال لندن ته د تګ نه وړاندې خپل ورور بخښلی اؤ خپلې مور ته یې دهغه په دوسیه کې له خپله اړخه د مختارې په توګه واک سپارلی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG